د بریتانیا میرمنې ډیر شیان راغونډ کړي دي
Sep 15, 2022 06:15 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په بریتانیا کښې یوه ښځې د پیزا خوراک د ډبیو ، زیوراتو ، کتابونو ، جامو او د نورو شیانو په راغونډولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی.
د انګلستان له دغه میرمنې سره د پیزا د ډبو ، زیوراتو او د کتابونو په شمول شپږ سوه نهه اویا شیان شته.
ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کتاب دغه ټولګه د پیزا په اړه د نړۍ تر ټولو ستره ټولګه ګڼي.
له کورونا ویروس مخکې د بریتانیا میرمنې ټیلینا د پیزا په هکله د شیانو راغونډول پیل کړل.
هغې ته پته وه چې دغه نړیوال ریکارډ د امریکا د فلاډیلفیا له یوه سړي سره دی کوم چې پینځه سوه اویا شیان راغونډ کړي دي.
د انګلستان دغه میرمنې د خپل کور د ګاډي ګیراج د پيزا په میوزیم بدل کړی دی او په دغه ځاې کښې د پیزا امیل ، د پیزا فواره او د پیزا په هکله کتابونه شته.
ټیګونه