ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې
«له ښوونځیو څخه د افغانستان د نجونو یو کلن لرې والی»
دا له تهرانه د چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې د وړومبي مخ د یو خبر سرټکی دی چې د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بندیدو د یو کال د پوره کیدو په مناسبت یې راخیستی دی.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو نمایندګۍ په دغه هیواد کښې د جینکو د ښوونځیو د بندیدو له دوامه د اندیښنې په ښودلو سره له طالبانو وغوښتل چې په دې لړ کښې بیاکتنه او ضروري اقدامات وکړي.
ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کښې د ملګرو ملتو نمایندګۍ یا یوناما په خپل نوي رپورټ کښې ویلي دي چې په تیر یو کال کښې د ابتدايي او متوسطه پړاؤ زده کونکې جینکۍ له زده کړې بې برخې پاتې شوې.
په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمایندګۍ سرپرست مارکوس پوټزل په دې هکله وویل: له زده کړې د افغانستان د نجونو د محرومیت یو له غمه ډک کال تیر شوی دی او د طالبانو له خوا د دغه اقدام هیڅ توجیه نشته.
هغه زیاته کړه چې له زده کړې او تعلیمه د جینکو محرویت به د ټولنې دغه پرګنې ته او هم داشان د افغانستان راتلوني ته نه جبیره کیدونکې تاوان ورسوي.
یوناما هم داشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له زده کړې د نجونو بې برخې کول په تیر یو کال کښې په افغانستان کښې د ښځو خلاف د تبعیض څرګنده نمونه ده، له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کښې جینکو ته د زده کړې اجازه ورکړي.
د ملګرو ملتو نمایندګۍ په خپل رپورټ کښې هم داشان ویلي دي چې په افغانستان کښې د نجونو د ښوونځیو خلاصیدل به د هغوي د روحیې د پياوړتیا او راتلونکي ته به د خلکو د هیله مندۍ سبب شي.
ملګرو ملتو هم داشان خبرداری ورکړی چې د ښوونځیو بند پاتې کیدل به په افغانستان کښې د کړکیچونو د ژوریدو او هم داشان به د بې وزلۍ، ناامنۍ او د دغه هیواد د یوازې پاتې کیدو سبب شي.
دغه نړیوال ارګان ویلي دي چې د جینکو د ښوونځیو د خلاصولو په هکله د طالبانو د سیاست د بدلیدو په بڼه کښې به نړیواله ټولنه له دغه هیواده او د هغه له واکمنانو ملاتړ وکړي.
طالبانو له تیر یو کال راهیسې جینکۍ ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړې دي او سره له دې چې دغې فیصلې تند نړیوال غبرګونونه په ځان پسې لرلې دي خو د جینکو لپاره د ښوونخیو د تړلې پاتې په هکله د طالبانو فیصله نه ده بدله شوې.
نړیوالو څارونکو د طالبانو د حکومت تیر پړاؤ ته په اشارې سره په افغانستان کښې د ښځو او جینکو د حالت په هکله د هغوی له ژمنو ژوره اندیښنه ښودلې ده.
له دې مخکښې د طالبانو چارواکو له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې په افغانستان کښې د وری د میاشتې په وړومبۍ نیټه د نوی تعلیمی کال په پیلیدو سره به د جینکو ښوونځي پرانزي خو په دغې ژمنې یې تراوسه عمل نه دی کړی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی هم د زده کړې او تعلیم په نړیواله ورځ یوځل بیا د ښوونځیو د پرانستل کیدو غوښتونکی شو.
کرزي په یو لړ ټویټونو کښې ولیکل: زده کړې او تعلیم ته لاسرسی د انسانانو یو بنیادي حق دی چې ولسونه لوړتیا او سوکالتیا ته رسوي. */*/*/*/*/*/*/*
اوس د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د ولسمشر له قوله په وړومبي سرټکي کښې لیکلي دي: د ایران ټولې جینکۍ خپلې لوڼې ګڼم.
د خبر په دوام کښې راغلي چې د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د مرحومې مهسا امیني له کورنۍ سره په ټيلي فوني تماس کښې له دغې کورنۍ سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې د هغوي لپاره د صبر آرزو وکړه.
مهسا امیني چې د ایران د کردستان د سقز سیمې اوسیدونکي وه څو ورځې مخکې د تهران د اخلاقي امنیت د پولیسو په مرکز کښې له مغزي مرګ یعني برین هیمریج سره مخ شوه او یوه ورځ وروسته په روغتون کښې وفات شوه.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون د مرحومې مهسا امیني له کورنۍ سره په ټیلي فوني تماس کښې خبرې وکړې.
ولسمشر رئیسي وویل: زه ازبکستان ته په سفر کښې له دغه پیښې خبر شوم او سمدستي مې حکم وکړ چې موضوع په ځانګړي ډول په اجنډا کښې شامله کړي او ډاډمن اوسئ چې له مسئولې ادارې به د پیښې اړخونه روښانه کړي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دغه ټيلي فوني تماس کښې چې پرون ټینګ شو په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران ټولې نجونې خپلې لوڼې ګڼي، وویل: ستاسو لور هم زما د لور په شان ده او زه دا احساس لرم چې دغه پیښه زما د یوې خپلې لپاره رامینځته شوي ده ما په خپل غم او مصیبت کښې شریک او د غم همدرد وګڼئ.
د مرحومې مهسا امیني کورنۍ په دغه ټیلي فوني خبرو کښې په پیښې د غور کولو لپاره د ولسمشر ابراهیم رئیسي د سمدستي حکم او دغه راز د هغه د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره د تماس د نیولو په هکله د مننې په ترڅ کښې د موضوع د اړخونو تر روښانه کیدا پورې د دغه مسئلې د تعقیبولو غوښتنه وکړه.
اطلاعات د هم دې خبر لاندې بیا د ولسمشر ابراهیم رئیسي دا خبره راخیستې چې وايي: د بایډڼ او ټرمپ حکومتونه په خپلو کښې هیڅ فرق نه لري.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د ۷۷ غونډې په درشل کښې د امریکې له سي، بي، ایس نیوز رسنۍ سره په خبرو کښې وویل: د امریکې له ولسمشر سره به هیڅ ملاقات ونه شي
په خبر کښې لولو، ټاکل شوې چې ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په اووه اویایمې سرمشریزې کښې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړ شي.
سي، بي، ایس نیوز چینل خبر ورکړی چې آیت الله رئیسي له دغه خبري چینل سره په مرکه کښې وویل چې له جو بایډن سره به هیڅ ډول ملاقات ونه کړي.
د دغه رپورټ له مخې آیت الله رئیسي د ملګرو ملتو د د عمومي اسمبلۍ د غونډې ترڅنګ له بایډن سره د کتنې د احتمال په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: فکر نه کوم چې داسې کومه کتنه وشي، نه ملاقات ګټه ور ګڼم او نه مذاکره.
ولسمشر رئیسي د دې پوښتنې په ځواب کښې چې ستاسو له نظره، د ټرمپ او بایډن د حکومت ترمینځ څه فرق دی؟ وویل: په امریکا کښې نوی حکومت ادعا کوي چې د ټرمپ له حکومت سره توپیر او فرق لري خو مونږ په عمل کښې هیڅ بدلون نه دی لیدلې.
*/
ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم داراز د قطر له الجزیره انګریزي ژبې ټیلي ويژن چینل سره په مرکه کښې په دې خبرې باندې ټينګار سره چې هره یوه موافقه باید له یوه تضمین سره یوځاې وي وویل: دا امریکا وه چې له اټومي تړون څخه ووتله او دا اروپايي هیوادونه وو چې په خپلو ژمنو یې عمل ونکړ.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي زیاته کړه بایکاټونه باید د اټومي تړون د سیف ګارډ د موضوعګانو له حل کیدا سره یوځاې وي او که چیرې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د ادعا وړ موضوعګانې پرځاې پاتې شي چې مونږ باوري یو سیاسي او بې اساسه دي نو موافقه به هیڅ اغیز او ګټه نلري.
ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ هغه تضمینونه چې لویدیځ یې اعلانوي باید د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ډاډ ورکونکي ووسي.
*/*/*/*/*
او د کابل چاپ د مسیر ورځپاڼې ویب سایټ لیکلي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان ځوانانو د استعدادونو په ځلولو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده
خبر زیاتوي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل استقلال فوټبال لوبډلې له غړو سره کتلي او د هېواد د فوټبال لوبډلې په راتلونکو لوبو يې ورسره خبرې کړې دي. کرزي په کورنيو او نړيوالو سياليو کې د افغان زلميانو لاسته راوړنې ستايلې او د هېواد د ځوانانو د استعدادونو په غوړولو کې يې د هر راز همکاريو ژمنه ورسره کړې ده.
*/*/*/*