ملګري ملتونه دې د پياوړو حکومتونو سازمان ونه ګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121244-ملګري_ملتونه_دې_د_پياوړو_حکومتونو_سازمان_ونه_ګرځي
د ایران ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې ملګري ملتونه دې د قدرتمندو حکومتونو د لاس آله نه شي، ټینګار وکړ چې بندیزونه، ترهګري، جنګ او وینه بهیدل د یواړخیز پالنې نتیجه ده
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 20, 2022 03:10 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه دې د پياوړو حکومتونو سازمان ونه ګرځي

د ایران ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې ملګري ملتونه دې د قدرتمندو حکومتونو د لاس آله نه شي، ټینګار وکړ چې بندیزونه، ترهګري، جنګ او وینه بهیدل د یواړخیز پالنې نتیجه ده

د ایرنا د خبر له مخې، ولسمشر رئیسي چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په اووه اویایمې سرمشریزې کښې د ګډون لپاره د یو جګ پوړي پلاوي په مشرۍ په ځايي وخت پرون ماسپښین نیویارک ته ورسیده او د خبریالانو په ټول کښې یې په دغه سفر کښې خپل پروګرامونه تشریح کړل.

د ایران د اسلامي جمهوریت نیویارک ته له رسیدو سره سم خبریالانو ته وویل: په دې سفر کښې به موجود فرصت ته په پام سره د ایران د اسلامي جمهوریت نظریې او لیدتوګې بیان کړم.

آیت الله رئیسي د سترو قدرتونو له خوا د بندیز حربه له نړیوالې صلحې او قرارۍ سره په تضاد کښې وبلله او زیاته یې کړه: دا ډول نړیوالې ستونزې او مسائل باید په عمومي اسمبلۍ کښې بحث ته وړاندې شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هم داشان د ترهګرۍ مسئله د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د څیړنې وړ یوه بله موضوع وبلله.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د هغه سیاسي مرستیال او د بندیزونو د لغو کولو په مذاکراتو کښې د مرکچي ټیم مشر علي باقري، د ولسمشر د دفتر مشر غلامحسین اسماعیلي او د سیاسي چارو مرستیال محمد جمشیدي او د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وحید جلال زاده نیویارک ته په سفر کښې د ولسمشر ابراهیم رئیسي ملګرتیا کوي.