د ایران او جاپان اړیکې دوستانه دي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون په نیویارک کښې د جاپان له لومړي وزیر فومیو کیشیدا سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو اړیکې دوستانه او زړې وبللې
او ویې ویل ضروري ده د نوښت د لارو چارو په موندلو سره د دواړو هیوادونو په اړیکو باندې د امریکا د ظالمانه او د یواړخیزه بایکاټونو د اغیز شیندنې مخه ونیسو.»
د ایران ولسمشر په دغه کتنه کښې دغه راز له اټومي تړون څخه د امریکا غیر قانوني او یواړخیزه وتلو ته چې ټولې دنیا هغه رټلي ده اشاره وکړه او ویې ویل په اټومي موضوع کښې د ایران د اسلامي جمهوریت وینا کاملا منطقي او دفاع وړ ده.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې تهران یوې عادلانه موافقې ته د رسیدا لپاره چمتو دی وویل د امریکا منفي مخینې ته په پام سره ضروري ده داسې تضمینونه واخیستل شي چې د هغې د ترخې تجربې د تکراریدا مخه ونیسي.