که امریکا وغواړي ښه نړیواله ایټمی موافقه شونې ده
اسلامی ایران د سیمې د پولو او هرډول جیوپولټينک بدلون سره مخالف دی او د سیمې ترینګلتیاوې د سیمه ایزو هیوادونو او حکومتونو په مشورو او راشه دیرشه سره دحل وړ دي او د پرَدَیو لاسوهونې د حالاتو د لاترینګلي کولو هڅه کوي.
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چې په نیویارک کې دی ،بیګا ئې د هالینډ، ناروې ، برازیل ، سویډ پاکستان او یوشمیر نور و هیوادونو له خارجه وزیرانو سره لیده کاته وکړل او د دوو اړخیزو ،سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو او بدلونونو په باب ئې د ایران لیدتوګې بیان کړې.
امیر عبداللهیان دهالینډ له خارجه وزیر او مرستیال لومړي وزیر ویک هوکسټرا سره په کتنې کې ووئيل،اروپایان پخپلو ژمنو عمل وکړي او امریکا وغواړي ،نو د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دمادو اجرا کول آسان دي، البته دمتقابل احترام او ګټو په اساس باید عمل وشي او شوي ژمنتیاوې پوره شي.
د ایران خارجه وزیر همداراز د آذربایجان له خارجه وزیر جیحون بایرامف سره هم په کتنې کې په ډاګه ووئیل،اسلامی ایران د سیمې د پولو او هرډول جیوپولټينک بدلون سره مخالف دی او د سیمې ترینګلتیاوې د سیمه ایزو هیوادونو او حکومتونو په مشورو او راشه دیرشه سره دحل وړ دي او د پرَدَیو لاسوهونې د حالاتو د لاترینګلي کولو هڅه کوي.
د آذربایجان جمهوریت خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د دوواړخیزو مناسباتو کې پر مطرحو موضوعګانو باندې په ټينګار سره ددواړو هیوادونو پر مشورو او ملګرتیاؤ ټینګار وکړ