د روسیې او د لویدیځ ترمینځ د جنګ قواعد بدل شوي
Sep 25, 2022 05:41 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ریپبلیکن ګوند غړي او سیاسي کارپيژاند بشار جرار ټینګار وکړ په لوهانسک، په دونتسک زاپوروژیا او خرسون کښې د ټولپوښتنې له ترسره کیدا وروسته د روسیې او د لویدیځ ترمینځ د جنګ قواعد په کامل ډول بدل شول.
له روسیې سره د لوهانسک، د دونتسک ، د خرسون او د زاپوروژیا سیمو د یوځاې کیدا لپاره ټولپوښتنه له تیرې جمعې ورځې څخه پیل شوي او د سپتمبر د میاشتې تر اوویشتمې نیټې پورې به دوام ولري.
د امریکا د ریپبلیکن ګوند غړي بشار جرار په یو لړ څرګندونو کښې د تولپوښتنې ترسره کیدل د روسیې لپاره د نویو سرحدونو تعریفول وبلل.
هغه وویل د دغه ټولپوښتنې ترسره کیدل د حالاتو د بدلیدا په معنا دي.
ټیګونه