د واشنګټن په پوځي بلاغوښتنوکې د لندن ګډون
بن والاس وایی د برتانیا دفاع وزارت له دیرشو تر څلویښتو پورې کلونه کیږی چی د هیواد د دفاعی بودجې په کمښت عادت شوی دی ، خو اوس باید په بشپړه متقاوت کلتور باندې عادت وکړو .
له کرونا وروسته له اقتصادي بحران او د برتانیه د پیسو د ارزښت له کمیدا سره سره لندن خپله پوځي بودجه دوه برابره کوي . د انګلستان دفاع وزیر بن والاس د اتبار په ورځ د دغه هیواد دپوځی لګښتونو د دوه برابره زیاتوالی خبر ورکړ او د دغه کار د سپینولو علت یې هم په یوکرین د روسیې حمله وبلله .
ده جوته کړه د لندن دولت لږ تر لږه ۵۲ میلیارډ پونډه د خپل پوځی توان د پیاوړتیا لپاره بیل کوی او غواړي چی په دې زمینه کې خپل لګښتونه زیات کړي .دغه پروګرامونه د دغه هیواد د نوی لومړۍ وزیرې لیزتراس له انتخاباتی شعارونو سره سمون خوري چی په خپلو انتخاباتي تبلیغاتو کې یې ژمنه کړی وه د برتانیا پوځی بودجه زیاته کړی . د والاس په وینا د برتانیا کلنیز دفاعی بجټ به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۱۰۰ میلیارډ پونډو ته ورسی . میرمن لیز تراس هم د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې په خپلې وینا کې ټینګار وکړ تر ۲۰۳۰ کاله پورې غواړی چی د برتانیا د داخلی ناخالص تولید درې فیصده خپلې دفاعی حوزې ته بیل کړی . میرمن تراس د پخوانی لومړی وزیر بوریس جانسن پروګرامونه چی د ۹۵۰۰ عسکرو د کمولو لپاره وو ، درولي دي .
بن والاس وایی د برتانیا دفاع وزارت له دیرشو تر څلویښتو پورې کلونه کیږی چی د هیواد د دفاعی بودجې په کمښت عادت شوی دی ، خو اوس باید په بشپړه متقاوت کلتور باندې عادت وکړو .
داسې ښکاری د دغه هیواد د ټولنې او اقتصاد بحرانی شرایطو سره سره د پوځی بجټ پام وړ زیاتیدا په اروپا او د نړۍ په نورو سیمو کې د امریکا له بلاغوښتتنو سره د زیاتې ملګرتیا په لړ کې وی . دا اقدام همداراز له چین او روسیې سره د مقابلې په لړ کی هم یو اقدام بللې کیدلې شی .
د برتاینه د لومړی وزارت دفتر هم د دغه هیواد د پوځی لګښت د زیاتیدا د علتونو په سپیناوي کې ویلی دی ضروری ده مونږه د روسیې او چین په شان د استبدادي قدرتونو د قهری اقداماتو په وړاندې په پریکنده توګه ودریږو .
جالبه دا چی د برتانیا لومړۍ وزیرې په خپل وروستی دریځ کې له امریکا سره د اړیکو د سوریې د لوړولو په ضرورت ټینګار کړی دی .
میرمن لیز تراس وویل له امریکا سره زمونږ اړیکي ځانګړي دي او دا اړیکي هغه وخت چی د روسیې او چین له ګواښونو سره مخامخ یو ، نور زیات اهمیت لري . هغې ټینګار وکړ په درسته نړۍ کې د ګواښونو په وخت د لندن له متحدانو سره د نږدې اړیکو په رامینځته کولو پسې ده .
په عین حال کی پوښتنه دا ده چی ایا د دغه هیواد د پوځی بجټ د دوه برابره زیاتولو لپاره د برتانیا د نوی لومړۍ وزیرې او محافظه کار حکومت فیصله د انګلستان له حقیقتونو سره برابره ده ؟
د پوځی بودجې د دوه برابره زیاتوالی لپاره د لندن دولت فیصله په داسې حال کی غوره او اعلانیږی چی حکومتي پورونه د دغه هیواد د تاریخ تر ټولو لوړې سویې ته رسیدلي دي . همداراز ګراني ، د خوراکي موادو او انرژۍ د بیو زیاتیدا د پام وړ ده . د دې په ترڅ کې چی د پونډ ارزښت او د برتانیاوالو مصرفونکیو د باور اندازه په وروستیو څو لسیزو کې تر ټولو ټیتې سویې ته رسیدلی او د دغه هیواد د خلکو په وړاندې یې تورلرلید رامینځته کړې دې .