دغه کوچنۍ مرغۍ وینه څښي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121512-دغه_کوچنۍ_مرغۍ_وینه_څښي
په لویدیځ کښې په بحرالکاهل کښې په اورشیندونکي جزیرو کښې موجوده مرغۍ چې ډیره ښکلي او وړه ده جیوسپیزا ډیفییلز سیپټینټریونالس یا ویمپائر فنچ نومیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2022 13:16 Asia/Kabul
  • دغه کوچنۍ مرغۍ وینه څښي

په لویدیځ کښې په بحرالکاهل کښې په اورشیندونکي جزیرو کښې موجوده مرغۍ چې ډیره ښکلي او وړه ده جیوسپیزا ډیفییلز سیپټینټریونالس یا ویمپائر فنچ نومیږي.

په حقیقي ژوند کښې دغه کوچنۍ مرغۍ یوه وینه څښونکي مرغۍ ده او دا یوه  حقیقي خبره ده چې دغه مرغۍ د نورو مرغیو او مرغانو وینه څښي.

د بحرالکاهل په ګلاپاګوز نومي جزیرو کښې په دوو جزیرو کښې دغه موندونکي مرغۍ ویمپائر فنچ په اصل کښې د تیرو مښکو لرونکو د ګراونډ فنچ مرغیو د کورنۍ برخه ده.

دغه مرغۍ په ظاهره ډیره بې خطره ګڼل کیږي خو د هغې مښوکه ډیره تیره او تیزه وي کومه چې کله نه کله د میوو او د زړو لرونکو میوو د ماتولو لپاره استعمالیږي او کله چې دغه میوې او زړي نه ملاویږي نو دغه مرغۍ بیا د مرغانو په پوستکي حمله کوي او د هغوې وینه څښي.