د ویټنام میرمنې ۴۱ کاله د لیمو په اوبو ژوندۍ ده
زمونږ خبریال وايي د ویټنام یوې میرمنې ادعا کړي ده چې هغې له تیرو یوڅلویښتو کلونو څخه د ډوډۍ خوړل پریښودلي دي او دې یوازې د اوبو په څښلو باندې ژوندۍ ده.
د ویټنام دغه میرمنه وايي چې زه په اوبو کښې لږ شان مالګې او د لیمو د اوبو یا جوس په شاملو سره هغه څښم.
د ویټنام دغه درې شپیته کلنه میرمن« نګون» په لانګ نومې ولایت کښې په خپل زیږنځای تان تراچ کیمون کښې د خپلو ځانګړیو اوبو په څښلو باندې ډيره مشهوره ده.
د ویټنام د دغه میرمنې چې یوڅلویښت کاله یې د ډوډۍ خوړل پریښودلي او یوازې په اوبو کښې دلږ شیان مالګې بورې او د لیمو په اچولو سره ژوند کوي صحت بدن نه یوازې ښه دی بلکې د خپل عمر له پلوه هم ډيره ښه ده.
د ویټنام دغه میرمن دومره انرژۍ لري چې هغه د یوګا ورزش هم کوي او دا په داسې حال کښې دي چې له دغه میرمنې د کم عمر کسان هم د یوګا ورزش د کولو فکر هم نشي کولای.
د ویټنام دغه میرمنه داسې فکر کوي چې اوبه زما د صحت لپاره دومره مهمې دي لکه چې د ونې لپاره مهمې دي.
د ویټنام دغه میرمنې تر یویشتو کلونو پورې وريژې او نور خواړه استعمال کړل.
خو وروسته یې صحت ښه نشو او په خیټه کښې یې تکلیف پیښ شو او له کبله یې هرې ورځې الټۍ کولې.
کله چې د ویټنام د دغه میرمنې طبي معاینه وشوه نو معلومه شوه چې هغه د وینې بیمارۍ لري او کله چې په درملنې سره ښه نشوه نو هغې په دغه فکر کولو سره چې دې زه نور زیات ژوند ونکړي نو د دوایانو خوړل او درملنه یې پریښودله.
په دې وخت کښې یوه ډاکټر د ویټنام دغه میرمنې ته د خواړو د پریښودلو او یوازې د لیمو ، مالګې او د چینې یعني د بورې د اوبو د څښلو مشوره ورکړه او ورته یې وویل که چیرې غواړئ نو ته د میوو اوبه او جوس هم څښلې شي خو بل هیڅ شی نه.