د جاپان ښاریز د ښځو کوټونه غلا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121704-د_جاپان_ښاریز_د_ښځو_کوټونه_غلا_کوي
زمونږ خبریال وايي په جاپان کښې پولیسو یو سړی چې په بارانونو کښې د ښځو درې سوه شپیته استعمالیدونکي کوټونه یې غلا کړي وو ونیوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2022 09:03 Asia/Kabul
  • د جاپان ښاریز د ښځو کوټونه غلا کوي

زمونږ خبریال وايي په جاپان کښې پولیسو یو سړی چې په بارانونو کښې د ښځو درې سوه شپیته استعمالیدونکي کوټونه یې غلا کړي وو ونیوه.

د جاپان د اوساکا سیمې یوپنځوس کلن سړی د ښځو د باران د کوټونو د غلا کولو بیخي زیات شوقین او لیواله دی چې په ځايي ډول هغه د رین کوټ مین (RAIN COAT MAN)په نوم سره مشهور شوی دی.

د جاپان دغه ښاریز په تیرو دیارلسو کلونو کښې د ښځو د بارانونو درې سوه شپیته کوټونه غلا کړي دي.

پولیسو د دغه سړي د نیولو لپاره کابو لس کاله هڅه او هلې ځلې وکړې چې بالاخره ونیول شو.