د امریکا کروندګر زیات وزن لرونکی کدو تولید کړ
Oct 10, 2022 08:53 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا یوه کروندګر د یوسل پنځوس کلوګرامه کدو په تولیدولو سره نوی ریکارډ جوړ کړ او پینځه زره ډالره انعام یې هم ترلاسه کړ.
په امریکا کښې د کدوانو د وزن سیالۍ وشوه او پکښې د هیواد کروندګر اسکاټ اینډرسز دغه سیالۍ وګټله.
دغه کروند ګر د شمالي امریکا ښاریز دی کوم چې په خپلو کروندو کښې یوسل اته پنځوس کلوګرامه وزن لرونکی کدو تولید کړی دی.
د امریکا دغه کروند ګر وویل ما د دغه کدو د تولیدولو لپاره څو میاشتې محنت او څارنه کړي ده .
هغه وویل ما له چینجیو او حشراتو د دغه کدو د ساتلو لپاره شپه او ورځې کار وکړ او ما دغه کدو ته د مانسټر نوم ورکړ.
دغه کدو به د اکتوبر د میاشتې تر شپاړسمې نیټې پورې نندرې ته وړاندې شي.
ټیګونه