بریتانیا کښې له قبرونو هډوکي او ککرې غلا کیږي
زمونږ خبریال وايي په یوه تحقیق کښې معلومه شوي ده چې په بریتانیا کښې له قبرونو څخه د هډوکو او د ککریو د غلا کولو او په اینټرنیټ باندې د هغو د خرڅولو موردونه زیات شوي دي.
لائیو ساینس تحقیق معلومه کړي ده چې د دغه چارې د زیاتیدا علت په فیسبوک او اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼو باندې د انسانانو د هډوکو او د ککریو په اسانۍ سره اخیستل دي.
ډیلي سټار ورځپاڼې وویل په اینټرنیټ باندې د مړو کسانو د هډوکو او د ککریو د اخیستلو په وخت دغه خبره نه معلومیږي چې دغه هډوکي د کوم هیواد د مړو کسانو دي یا اخیستونکی یې څوک دی.
د انسانانو د هډوکو او د ککریو د اخیستلو کار له تیرو څو کلونو راهسې زیات شوی دی.
د انسانانو د هډوکو د اخیستلو کار د زیاتیدا معنا دا ده چې د هډوکو د وړاندښت یعني د عارضې کار د زیاتیدا ضرورت دی او ځکه خو د مجرمانه ذهنیت لرونکي کسان د مړو کسانو د هډوکو د غلا کولو لپاره قبرونو ته ورځي.
د انګلستان د کیمبریچ پوهنتون د هډوکو ماهر «ټریش بیټرز» لائیو ساینس ته وویل مونږ په چرچ یارډز کښې د قبرونو د راسپاړلو د موردونو د زیاتیدا کتونکي یوو.
هغه وویل د قبرونو راسپړل او د هډوکو او د ککریو غلا کول داسې مسله ده چې نه یوازې په خارجي هیوادونو بلکي په انګلستان هم کښې بیخي زیاته شوي ده.
په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې په انګلستان کښې په کینټ کښې له سینټ لیونارډ کلیسا څخه یویشت ککرې غلا شوي وې او خلک اندیښمن دی چې دغه ککریانې په تور بازار کښې د اینټرنیټ له لارې خرڅیږي.