لندن د ناټو د سرمشریزې غونډې د جوړېدو غوښتونکی شو
Oct 11, 2022 07:58 Asia/Kabul
په اکراین باندې د روسیې له سختو هوایي بریدونو وروسته، د برتانیې لومړۍ وزیرې د ناټو د فوځي تړون د مشرانو د غونډې د جوړېدو غوښتونکې شوه.
د ایرنا له راپور سره سم، د برتانیې د لومړۍ وزیرې دفتر په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چي لیز ټراس به د جي اووه د هیوادونو د مشرانو په غونډه کې دغه غوښتنه مطرح کړي.
اعلامیه کې راغلې د برتانیې لومړۍ وزیرې ځکه دا غونډه راغوښتې ده څو د روسیې سره په مقابله کې د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو له کلکې ارادې څخه ډاډه شي.
دا په داسي حال کې دی چي د برتانیې لومړۍ وزیرې څو ساعته وړاندې هم د اکراین له ولمسشر ولادیمیر زلنسکي سره په تماس کې په کي یف باندې د روسیې د وروستیو بریدونو په غندنې سره له اکراین څخه د انګلیس په ملاتړ تاکید وکړ.
ټیګونه