پاکستان کښې د میلاد النبي(ص) جشنونه روان دي
میلیونونه پاکستانیان نن سبا د اسلام د ګرانقدره پیغبمر حضرت محمد مصطفی(ص) د میلاد جشنونه لمانځي
د وحدت د اونۍ په مناسبت چې د اهل سنتو د روایت له مخې د ربیع الاول دولسمه او د اهل تشیع په باور د هم دې میاشتې ۱۷ نیټه د رسول الله مبارک د زوکړې کلیزه ګڼي او امام خمیني (رح) دغه ورځې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د یووالي په موخه د وحدت اونۍ نومول شوې دي، د نړۍ مسلمانان د دنیا د ترټولو غوره شخصیت او د خدای د ګران حبیب(ص) د زوکړې کلیزه لمانځي.
په دې لړ کښې په ټول پاکستان کښې هم لسګونو لاکو کسانو د وحدت د اونۍ په پیلیدو سره د (عید میلاد النبي) په نامه د رسول الله مبارک د زوکړې د کلیزې جشنونه پیل کړې دي.
د حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه میلاد د کلیزې په رارسیدو سره د هندوستان په مختلفو ښارونو کښې هم ځانګړي جشنونه روان دي.
د هندوستان مسلمانانو د تیرې یکشنبې څخه د رسول الله مبارک د میلاد جشنونه پيل کړې دي او په ځینو جشنونو او ویناؤ کښې د هندوانو، سیکانو او عیسایانو په شمول د مختلفو دینونو منونکي هم لیدل کیږي.