Oct 14, 2022 14:47 Asia/Kabul
  • څوک د اسلامي جمهوریت د مضبوطې ونې د رایستلو فکرهم نشي کولې

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په عراق ، سوریې او په تیره بیا په افغانستان کې د زده کونکیو په وژلو کې د داعش په جنایتونو د خواشینۍ په څرګندولو سره زیاته کړه د شیعه او سنی په دواړو لورو کې اورپکي وجود لري چی له شیعیانو او اهل سنتو سره ارتباط نلري او دغه اورپکي باید د مذهبونو په اصل د تور لګولو زمینه جوړونکي نشی او باید له هغو کسانو سره چی د یوه مذهب د پلویتوب په نوم د بل لوری احساسات راپاروي ، جدی چلند وشي .

 

د اسلامي انقلاب معظم لارښود د دې خبرې په کولو سره چی د اسلامي جمهوریت نظام د قدرتونو په وړاندې تسلیم نشو او مقاومت یې وکړ ټینګار وکړ د اسلامي جمهوریت نظام اوس په پیاوړي ونې بدل شوې چی حتی د هغې د لوړولو فکر هم امکان نلري .

حضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای د پیغمبر اکرم (ص ) اوامام صادق (ص) د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره په یووخت دنظام د مسولانو او د وحدت په کانفرنس کې د ګډون کونکیو بهرنیو میلمنو په ټول کې په دې هکله د پوښتنې په مطرحولو سره چی ایا د مسلمانانو اتحاد او د بدلیدو په حال کې دنیا کې د لوړ ځای درلودلو امکان شته ؟ وفرمایل هو د اسلامي ملتونو ترمینځ اتحاد ممکن دې خو د دباونو او سختیانو په وړاندې دریدا ، عمل او هڅې ته اړتیا لري .

Image Caption

 

حضرت امام خامنه ای پر دې په ټینګار سره چی په دې زمینه کې زیاته هیله د اسلامي نړۍ خواصو ، روڼ اندو ځوانانو او د عمومي افکارو په هدایت کې د هغو رول لوبول ته ده ، زیاته کړه یوه بیلګه د اغیزشیندلو د تحقق امکان د ایران اسلامي جمهوریت دې چی د هغه وخت د دوسترو زبرځواکونو په وړاندې د حضرت امام خمینی رح په هدایتونو سره وړکوټې نیالګې ولګیده او هغه نیالګې اوس په مذبوتې ونې بدل شوی دی چی حتی اوس یې څوک د لوړولو فکر هم نشی کولې .

د رهبرۍ ستر مقام جوته کړه مونږه مقاومت وکړ او مخکې لاړو ، البته مقاومت هم د بل هر کار په شان سختیانې لري خو هغه کسان هم چی تسلیمیږي له سختیانو سره مخامخ کیږي په دې توپیر سره چی مقاومت د پرمختګ او تسلیمیدا د شاته پاتی کیدا سبب کیږی .

Image Caption

 

د رهبرۍ ستر مقام له صیهونیسټ رژیم سره د ځینو اسلامي هیوادونو د اړیکو عادی کول یو ډیر ستر خیانت وباله او ویې فرمایل ممکنه ځینې دا ووایی د ځینو اسلامي هیوادونو د مشرانو په شتون سره په اوسنیو شرایطو کې د وحدت تحقق امکان نلری ، خو روڼ اندی ، عالمان ، پوهه کسان او د اسلامي دنیا پوهان فضا د دښمن له غوښتنې سره متفاوته کولې شي چی په دې بڼه کې به د وحدت تحقق اسان شي .

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په عراق ، سوریې او په تیره بیا په افغانستان کې د زده کونکیو په وژلو کې د داعش په جنایتونو د خواشینۍ په څرګندولو سره زیاته کړه د شیعه او سنی په دواړو لورو کې اورپکي وجود لري چی له شیعیانو او اهل سنتو سره ارتباط نلري او دغه اورپکي باید د مذهبونو په اصل د تور لګولو زمینه جوړونکي نشی او باید له هغو کسانو سره چی د یوه مذهب د پلویتوب په نوم د بل لوری احساسات راپاروي ، جدی چلند وشي .

هغوی سختیانې ، دباونه او په فلسطین او د اسلامي نړۍ په نورو برخو کې زیاتیدونکي وژلې د اسلامي امت د درز نتیجه وبلله او د مسلمانانو ډیروګډو ټکیو ته په اشارې سره وویل د ایران اسلامی جمهوریت تراوسه هر هغه څه چی وس یې درلوده د اسلامي وحدت د عملی تحقق لپاره په کار اچولي دي چی ښکاره بیلګه یې په فلسطین کې له اهل سنتو وروڼو هراړخیزه ملاتړ دې چی دا ملاتړ به له دې وروسته هم په پوره توان سره دوام ولری .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود پر دې په ټینګار سره چی د مقاومت هغه  جبهه چی په اسلامي نړۍ کې یې بڼه غوره کړی ده ، د اسلامی ایران ملاتړ ورسره دې ، جوته کړه مونږه د خدای تعالی په لطف او عنایت ایمان لرو او د اسلامي وحدت د سترې ارزو عملی تحقق ته هیله من یو .

 

ټیګونه