Oct 15, 2022 05:27 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر د اسلامي وحدت کانفرنس له میلمنو سره وکتل

حسین امیر عبداللهیان بیګا د اسلامي وحدت د شپږ دیرشم کانفرنس له میلمنو سره ملاقات او خبرې اترې وکړې

د اسلامي وحدت شپږ دیرشم نړیوال کانفرنس پرون مازیګر د د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پاې ته ورسیده.

د اسلامي مذهبونو د نزدیکت نړیواله ټولنه هر کال د ربیع الاول له دولسمې نه تر اوولسمې پورې د وحدت له اونۍ سره هممهاله د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس د اسلامي نړۍ د شخصیتونو په شتون سره ترسره کوي.

د ایرنا په لیکنه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغه ملاقات کښې میلمنو ته د امریکې له خوا د عراق د نیواک په کلونو کښې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د تفرقې اچولو لپاره د دښمن تحرکات میلمنو ته تشریح کړل.

هغه زیاته کړه: له ۲۰۰۳ کال وروسته د امریکې له خوا د عراق د نیواک په کلونو کښې په دغه هیواد کښې د شیعه او سني ترمینځ د تفرقې اچولو لپاره ډیر عجیبه او بې مخینې پیښې رامینځته شوې.

هغه زیاته کړه چې دښمن په عراق، شام، یمن، افغانستان، فلسطین او لبنان وغیره په شان ډیرو هیوادونو کښې هم د اسلامي امت ترمینځ د تفرقې اچولو لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې.

امیر عبداللهیان د خپلو خبرو په یوه بله بلخه کښې څرګنده کړه: امام خمیني د اسلامي امت لپاره ډیر یادګارونه پریښې دي چې یو په کښې د وحدت اونۍ ده او هم داشان د امام خمیني بل یادګار د قدس نړیواله ورځ ده.

هغه وویل: په ویاړ سره وایو چې ایران له هغو ټولو دباؤنو سره سره چې د دښمن له خوا ورسره مخامخ پاتې شوې یو، هم هغه حمایت چې په فلسطین کښې یې له حماس او اسلامي جهاد غورځنګونو څخه یې کوي، په لبنان کښې یې له شیعه او سني مقاومت او حتی په دغه هیواد کښې یې د عیسایانو له وحدت څخه هم لرلی دی.

 

ټیګونه