ډاکټرې د ښځې له سترګې ۲۳ کانټیکټ لنیزونه وویستل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122336-ډاکټرې_د_ښځې_له_سترګې_۲۳_کانټیکټ_لنیزونه_وویستل
زمونږ خبریال وايي د امریکا په کیلي فورنیا ایالت کښې د سترګو یوې ماهرې ډاکټرې میرمن کټرینه کورټیوا څه موده مخکې په اینټرنیټ باندې یوه عجیبه او د نا باور وړ ویډیو خپره کړه چې هغه پکښې د یوې ناروغۍ میرمنې له سترګو څخه د غلطۍ یا د هیریدا په وجه درویشت کانټیکټ لینزونه وباسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2022 12:38 Asia/Kabul
  • ډاکټرې د ښځې له سترګې ۲۳ کانټیکټ لنیزونه وویستل

زمونږ خبریال وايي د امریکا په کیلي فورنیا ایالت کښې د سترګو یوې ماهرې ډاکټرې میرمن کټرینه کورټیوا څه موده مخکې په اینټرنیټ باندې یوه عجیبه او د نا باور وړ ویډیو خپره کړه چې هغه پکښې د یوې ناروغۍ میرمنې له سترګو څخه د غلطۍ یا د هیریدا په وجه درویشت کانټیکټ لینزونه وباسي.

د امریکا دغه ډاکټره په ایسنټاګرام اینټرنیټ پاڼې باندې یوه ویډیو خپره کړي ده په کوم کښې چې هغه په ډیر احتیاط سره د یوې ناروغۍ میرمنې له سترګو څخه څو کانټیکټ لینزونه وباسي.

ډاکټرې کټرینه کورټیوا وویل چې ما د نوموړي میرمنې له سترګو څخه کابو درویشت کانټیکټ لینزونه ایستلي دي کومې چې څو میاشتې یا په مکمن ډول څو کاله مخکې سترګو ته لګولي وو او بیا یې ایستل هیر شوي دي.

دغه ویډیو څو ورځې مخکې په اینټرنیټ باندې خپره شوه او ډاکټرې کټرینه کورټیوا دغه ویډیو ته دغه نوم ورکړی دی چې د کانټیکټ لیزونو په اچولو سره هیڅ کله مه وده کیږئ.

په لکونو خلکو دغه ویډیو لیدلي ده او  حیرانه شوي دي او دغه فکر کوي چې د څرنګه کیدلای شي چې یوه ښځه په خپلو سترګو کښې دومره کانټیکټ لیزونه ولګوي او بیا یې هیر  شي.