ورځپاڼو ته د کتنې خپرونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122366-ورځپاڼو_ته_د_کتنې_خپرونه
نن د تهران او کابل چاپ ورځپاڼې د عربستان او امریکې تر مینځ د لانجو څخه نیولې بیا په اروپا کې د انرژیو د نه شتون نیولې بیا د پاکستان په ضد د امریکې د ولسمشر تر خبرو پورې مختلفې مسالو ته انعکاس ورکړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2022 08:12 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته د کتنې خپرونه

نن د تهران او کابل چاپ ورځپاڼې د عربستان او امریکې تر مینځ د لانجو څخه نیولې بیا په اروپا کې د انرژیو د نه شتون نیولې بیا د پاکستان په ضد د امریکې د ولسمشر تر خبرو پورې مختلفې مسالو ته انعکاس ورکړي دي.

لومړی راځو د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ته

دغه ورځپاڼه د امریکې او سعودي عربستان تر مینځ د اړیکو ترینګلتیاو ته په اشارې سره، د یوه ډیموکراټ سناټور وېناو ته انعکاس ورکړی دی، د امریکې په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړی کریس مورفي ویلي چي د تیلو د تولید د کمولو په خاطر باید سعودي عربستان ته سزا ورکول شي او امریکا خپلې توغندوي ضد دفاعي سیسټمونه له دغه هیواده وباسي.

هغه همدارنګه تاکید کړی چي په سعودي عربستان باندې د وسلو له نه پلور څخه ملاتړ کوي.

سعودي عربستان د یمن د دفاعي بریدونو سره د مقابلې په موخه امریکې ته د ۲۸۰ توغندوي دفاعي سیسټمونو سپارښ ورکړی دی چي د روان میلادي کال تر پایه پوري باید عربستان ته وسپارل شي.

دغه امریکایي سناټور له واشنګټن څخه غوښتنه کړې چي سعودي ته د دفاعي سیسټمونو د خرڅلاو مخنیوی وکړي.

د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې یو بل سناټور کریس کونز هم ویلي چي د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېلو د تولید په مساله کې عربستان سره د اختلافاتو د دوام په صورت کې کېدایشي په ریاض باندې د امریکایي وسلو په پلور بندیز ولګوي.

دې نه مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی وو چي سعودي عربستان د تیلو د زیات تولید لپاره د امریکې د فشارونو په اپوټه د اوپک پلاس په غونډه کې د تیلو د تولید د کمولو پرېکړه کړې ده.

دغه ورځپاڼه یو بل خبر کې بیا د ناټو د یوې سترې مانورې خبر ته  انعکاس ورکړی دی.

د ورځپانې په وېنا، ټاکل شوې ده چي له سبا نه د ناټو غړي هیوادونه د امریکې او د ځینو اروپایي هیوادونو په ګډون د ایټمې هوایي بریدونو لپاره ګډې مانورې تر سره کړي.

دغه مانوره کې به د اروپا د ۱۴ هیوادونو څخه ۶۰ جنګي الوتکې په روسیې باندې د ایټمې بمونو د کارولو لپاره فوځې تمرینونه وکړي.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، روسیه هم په نظر کې لري چي دې سره هممهاله د خپلو ایټمې وسلو د چمتووالې په موخه یوه ستره مانوره تر سره کړي، مسکو په دغه مانوره کې به د ایټمې اوبتلو په کارولو سره، د ایټمې خولئ ځانګړې توغندی وازمویي.

که څه هم د اکراین د مسالې په سر د روسیې او ناټو تر مینځ شخړې روانې دي او پوټین په دې وروستیو کې د ایټمې وسلو د کارولو ګواښ کړی خو ناټو وایي چي د ایټمې هوایي بریدونو مانورې یې د روسیې له شخړو سره هیڅ تړاو نه لري.

همدغه ورځپاڼه بیا په یو بل خبر کې د طالبانو د حکومت په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین خبرو ته انعکاس ورکړی دی.

د روسیې ولسمشر ویلي چي مسکو به د طالبانو له حکومت سره، د ضرورت تر حده پورې خپلې اړیکې جاري وساتي، هغه د منځني اسیا د هیوادونو په غونډه کې وویل: امریکا او د لوېدیځو هیوادونو استخباراتي ادارې د طالبانو له مخالفو وسله والو ډلو څخه ملاتړ کوي او مونږ د افغانستان په شمالي سرحدونو کې د ځینو شخړو کتوونکي یو.

هغه زیاته کړې چي مونږ له پېښېدونکي ګواښونو څخه خبر یو او په دې خاطر هم په افغانستان کې د طالبانو له مشرتابه سره د ضرورت تر حده پورې خپلې اړیکې جاري ساتو.

کیهان

د تهران چاپ دغه ورځپاڼې بیا په خپل لومړنۍ پاڼه کې اروپا کې د بې سارې ګرانۍ او د انرژیو د نه شتون بحران ته انعکاس ورکړی دی.

د ورځپاڼې په وېنا د اروپایي هیوادونو ولسونه له لالهاندی څخه مخامخ شوي دي، په وروستیو اونیو کې چي د اروپا لوی ښارونه د اعتراضاتو کتوونکي دي، په جرمني کې د ګرانيو کچه ۱۱ سلنه لوړه شوې او د انرژیو د نه شتون د امله د دې هیواد په زرګونو شرکتونه بند شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چي په  ایټالیا کې ۵۰۰ سلنه د برقو د تعرفې قیمتونه لوړ شوی دی، او دا مساله سبب شوی چي د ایتالیې ولسونه بازارونه ته ووځي، یو ایټالوی ښاریز رسنیو ته ویلی چي اوس د ایټالیې دولت په کورونو کې زمونږ څخه غلا کوي، مونږ د خپلو ماشومانو د نس په مړولو لالهانده یو، زمونږ سیاستوالان بې وزلي او وژله یې زمونږ لپاره په ارمغان راوړي دي.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، برتانیا کې هم د توکو د بیې په لوړېدو سره، په دغه هیواد کې اکثره مامورین او د مختلفو برخو کارکوونکي په ځلونو په اعتصاب لاس پوري کړي او مظاهرې کوي.

همدارنګه فرانسې، جرمني او پولنډ کې هم خلګو د توکو د بیې د لوړېدو د امله د حکومت ضد مظاهرو ته لاس پوري کړي دي.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې هم لیکی، په داسي حال کې چي په ایران کې د اساسي توکو، غنمو او نورو خوړو زیرمې په ښه حالاتو کې دي خو په امریکې د غنمو استراتیژیکې زیرمې له ناوړه حالاتو سره مخ دي.

ورځپاڼه لیکي: د امریکا د کړهنې وزارت اعلان وکړ چي د دې هیواد د غنمو استراتیژیکی زیرمې دومره کمې شوې چي په تېرو ۱۵ کلونو کې یې مخینه درلودلې نه ده.

ورځپاڼه زیاتوي چي د امریکې په کړهڼې باندې د موسمي بدلونونو ناوړه اثرات، د کرونا د وبا پایلې، د روسیې او د اکراین جګړې هغه لاملونه دې چي په دغه هیواد کې د خوړو د کمښت سبب شوی دی.

اوس راځو د کابل چاپ ورځپاڼو ته

لکه څرنګه چي پوهېږئ په افغانستان کې اوسمهال ورځپاڼې نه چاپیږي او خپل مطالب په انلاین توګه خپروي

لومړی راځو مسیر ته

دغه ورځپاڼې په خپله سرپاڼه کې د امریکې او پاکستان تر مینځ لانجو ته په اشارې سره د امریکا د ولسمشر وېناو ته انعکاس ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر جوبايډن ویلي چې پاکستان د نړۍ یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی، ځکه چې اټومي وسلې یې غیر منظمې دي.

د ورځپاڼې په وېنا، بایډن دا څرګندونې د امریکا د منځمهاله ټاکنو لپاره د ډیموکرات ګوند د کمپاین کمېټې ته د وېنا پر مهال کړې دي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون دې څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او په اسلام آباد کې یې د امریکا سفیر احضار کړی دی.

ورځپاڼه لیکي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري بیا یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د بایډن په دې څرګندونو حیران شوی دی. بایډن په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په وروستیو کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، چې پاکستان د امريکا سره دوستانه، د باور او احترام په بنياد اړيکو ته لېوال دی. دا په داسې حال کې ده، چې څو  ورځې مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه واشنګټن ته د سفر پر  مهال د امریکا ددفاع وزیر جنرال لویډ اسټن سره هم لیدلي وو.

دغه ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا لیکي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې په ښوونیز ډګر کې د طالبانو د سرپرست حکومت هڅې ستایلې دي.

د مسیر له راپور سره سم، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ  یوناما نوې مشرې روزا اوتونبایوا کتلي او د ښونې او روزنې په هکله خبرې کړي دي.

کلید

له کابل څخه دغه انلاین خپرونه یو ځلې بیا په افغانستان کې د انجوڼو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په هکله د طالب چارواکو وېناو ته انعکاس ورکړی دی.

کلید لیکي: د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ترکیې په «دیاربکر» ښار کې د «اتحاد علماوو» په نوم د دیني عالمانو یوې غونډې ته یو ځل بیا ویلي چې ژر تر ژره به تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

ده زياته کړې چې د نجونو د ښوونځيو د نه پرانيستلو دليل د ټرانسپورټ نشت او د ښوونيز نصاب نه برابرېدل دي، چې په خبره يې، ډېر ژر به دا ستونزې حل او ښوونځي به پرانيستل شي.

نوموړي دا خبره هم کړې چې دا مهال د افغانستان په ۱۴۰پوهنتونونو کې په لسګونو زره نجونې په زده کړو بوختې دي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر یو کال ډېره موده کېږي، خو لاهم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر منځ ښوونځي د بېلابېلو عواملو له کبله نه دي پرانیستل شوي.