د ښځو په شیدو کښې مایکروپلاسټیک موندل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122430-د_ښځو_په_شیدو_کښې_مایکروپلاسټیک_موندل_شوی
زمونږ خبریال وايي د روان میلادي کال په مارچ میاشت کښې د لومړي ځل لپاره د انسان په وینې کښې مایکروپلاسټیک موندل شوی و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2022 11:56 Asia/Kabul
  • د ښځو په شیدو کښې مایکروپلاسټیک  موندل شوی

زمونږ خبریال وايي د روان میلادي کال په مارچ میاشت کښې د لومړي ځل لپاره د انسان په وینې کښې مایکروپلاسټیک موندل شوی و.

په یوه تحقیق کښې د لومړي ځل لپاره د ښځو د تیو په شیدو کښې د مایکروپلاسټیک شتون ثابت شوی دی کوم چې کارپيژاندي ډير حیرانه کړي دي.

د ایټالیا د پولي ټیکنیکا ډیلا مارشې پوهنتون د محققانو راپور وايي د ښځو په شیندو کښې د مایکروپلاسټیک شتون مونږ د ماشومانو د راتلونکي په هکله اندیښمن کړي یوو کوم چې په دغو شیدو باندې لویږي.

د تحقیقاتي ډلې مشر ډاکټر ویلنشا نوتار سټیفانو د بریتانیا له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کښې ویل مونږ په دغه تحقیق کښې د ایټالیا د پلازمینې روم د څلوردیرشو میندو د شیندو نمونې ترلاسه کړې چې پکښې  د شپږویشتو میرمنو یعني د شپږاویا فیصده  ښځو په شیدو کښې مایکرو پلاسټیک وموندل شو.

دغه اندازه مایکرو پلاسټیک ډیر اندیښمونکی دی.

د دغه تحقیق د نتیجې پراساس امیندوارې میرمنې او هغه ښځې چې بچیانو ته شیدې ورکوي باید ځانونه له  پلاسټیک شیانو استعمالولو لیرې وساتي.

د ویلو ده چې مایکرو پلاسټیک د اوبو له بوتلونو او شیانو او پلاسټیک جوړو نورو شیانو څخه د انسان جسم ته ورځي.