روسیې صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122440-روسیې_صهیونیسټي_رژیم_ته_خبرداری_ورکړ
د روسیې پخواني وزیراعظم د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري مدودوف پرون له یوکرین څخه د ملاتړ په هکله صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2022 04:00 Asia/Kabul
  • روسیې صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړ

د روسیې پخواني وزیراعظم د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري مدودوف پرون له یوکرین څخه د ملاتړ په هکله صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړ

د روسیې پخواني وزیراعظم د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري مدودوف پرون له یوکرین څخه د ملاتړ په هکله صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړ

د رشا ټوډی د رپورټ له مخې مدودوف ویلي دي، که اسرائیل وغواړي چې د وسلو په لیږلو سره له یوکرین څخه ملاتړ وکړي نو دا کار به له تل ابیب سره د ماسکو په اړیکو خرابونکې اغیزه وکړي.

د روسیې دغه چارواکي دا څرګندونې پس له هغه وکړې چې د صهیونیسټي رژيم یو چارواکي ویلي وو، اوس وخت دی چې اسرائیل هم د ناټو د غړو هیوادونو په شان له یوکرین څخه د وسلو ملاتړ وکړي.

د یوکرین د جنګ د پیلیدو څه باندې اته میاشتې وشوې او لویدیځ هیوادونه له یوکرین څخه په سیاسي او تسلیحاتي ملاتړ سره د دغه جنګ د لا اوږدولو کوشش کوي.