پینځه شیان د پلار د جوړیدا صلاحیت له مینځه وړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122764-پینځه_شیان_د_پلار_د_جوړیدا_صلاحیت_له_مینځه_وړي
زمونږ خبریال وايي مونږ هره ورځ په خپل ژوند کښې ځینې داسې کارونه کوو او ځینې داسې شیان خورو کوم چې زمونږ د پلار یا مور د جوړیدا صلاحیت د کمیدا سبب کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2022 08:19 Asia/Kabul
  • پینځه شیان د پلار د جوړیدا صلاحیت له مینځه وړي

زمونږ خبریال وايي مونږ هره ورځ په خپل ژوند کښې ځینې داسې کارونه کوو او ځینې داسې شیان خورو کوم چې زمونږ د پلار یا مور د جوړیدا صلاحیت د کمیدا سبب کیږي.

د بریتانیا یوه ډاکټر نتالي کرافرډ سړیو ته ډیره ګټوره مشوره ورکړي ده.

نتالي کرافرډ پینځه داسې شیان ښودلي دي چې سړي باید ترې وسه وسه ځانونه لیرې وساتي ګڼي دغه پیځه شیان د دوې د پلار د جوړیدا صلاحیت کمزوری کولای یا ختمولای شي.

دغه راپور زیاتوي چې سړي باید په خپل کوت کښې لیپ ټاپ کې نه ږدوي، ټیسټاسټرون یا اینابولیک سټیرائیډز ونه خوري، پراسیسډ غوښه ونه خوري ، سګریټ ونه څښي او هیڅ ډول نشه استعمال نکړي.