په ځمکه کښې څومره میږي شته؟
زمونږ خبریال وايي په ځمکه کښې څومره میږي شته او د دوې وزن څومره دی. ساینس پوهانو د لومړي ځل لپاره یوه لویه ادعا کړي ده.
له یوې ډیرې مودې راهسې دغه اټکلونه کیږي چې په ځمکه باندې د وسیدونکو میږیو په ګډه وزن د انسانانو له مشترک وزن څخه یو څه زیات دی.
اوس بالاخره مونږ ته په ځمکې باندې د وسیدونکو میږیو د شمیر اندازه معلومه شوي ده.
د هانګ کانګ محققانو اندازه لګولي ده چې په ټوله ځمکه باندې ۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ یا شل کواډریلین میږي وسیږي.
د هانګ کانګ محققانو وویل د ځمکې په هر ځاې کښې د میږیو حیرانونکي شمیر د فطرت او طبیعت کارپيژاندي په ځمکه باندې د میږو حقیقي شمیر معلومولو ته اړ کړي دي خو په منظم او تجرباتي ډول د ترلاسه شویو اندازو کمی دی.
محققانو د دنیا په بیلابیلو سیمو کښې د میږیو د کثافت د معلومولو لپاره څلور سوه نهه اتیا مطالعاتو څخه د شمیر په برابرولو سره د شمیر اندازه ولګوله او دغه شمیر یې شل(۲۰) کواډریلین وټاکه.
محققانو په ځمکه باندې د وسیدونکو میږیو ګډ وزن هم معلوم کړی چې دولس میلیونه ټنه دی او د ځنګلي مرغانو او د ځناورو مجموعي بایو ماس تقریبا دوه میلیونه ټنه دی.