اوکراین سره د امریکاّپوځي مرستو ارزښت کابو نولس میلیارډډالرو ته ورسید
د روسیې او اوکراین د جنګ په اوج کې امریکا اوکراین ته په داسې حال کې په دومره میلیارډونو ارزښت پوځي وسلې او مهمات ډالۍ کړي دي چې په همدارووستیو کې امریکا او د هغې متحدانو د ایران داسلامی جمهوریت په ضد دپروپيګنډو په دوام کې مدعی شوي چې ایران روسیې ته ډرونز الوتکې ورکړي چې روسیه هم ورڅخه د اوکراین په جنګ کې استفاده کوي،حال دا چې دایران اوروسیې لوړپوړو چارواکو دغه ادعا په زغرده رد کړې ده.
ایسو شي ایټيډپریس راپورنن د یوه امریکائی چارواکي له قوله راپور ورکړ،اوکراین ته د متحده ایالاتو دپوځي مرستو نوي جوپه،د ژمي په درشل کې داوکرایني ځواک د پیاوړتیا او د اوکراین د جنوب له ځينو مهمو او اساسي سیمو څخه د روسیې د پوځيانو د ویستلو لپاره وړاندې کیږي.
په اوکراین کې د نښتو له دوام سره په یووخت ، دامریکا خارجه وزارت پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، متحده ایالات د۲۷۶میلیون ډالرو په ارزښت د نوو وسلو یوه بله جوپه، د اوکراین واکوالانو ته ورکوي.
ددغو نوو مرستو په حسابولو سره دکی یف واکوالانو ته د واشنګټن د مرستو ټولګه له سږکال لومړیو راهسې څه دپاسه اتلس میلیارډ پنځه سوه میلیون ډالرو ته رسیږي.