امریکا اوکراین ته خپلې نوې پوځي مرستې لیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122962-امریکا_اوکراین_ته_خپلې_نوې_پوځي_مرستې_لیږي
د امریکا دفاع وزیر لویډ سټین ویلی دی چې هېواد یې د اوکراین د سمدستي او اوږدمهاله امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2022 09:00 Asia/Kabul
  • امریکا اوکراین ته خپلې نوې پوځي مرستې لیږي

د امریکا دفاع وزیر لویډ سټین ویلی دی چې هېواد یې د اوکراین د سمدستي او اوږدمهاله امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

 

د امریکا د دفاع وزیر اعلان وکړ چې هېواد یې له اوکراین سره د مرستې لپاره یوه نوې پوځي بسته استولې ده. ویل کیږي چې په دې مرستو کې د ټانک ضد سیسټمونه، لارښود توغندي، د سټار لینک سټلایټ مخابراتي وسایل او نور پوځي تجهیزات شامل دي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ سټین ویلی دی  چې هېواد یې د اوکراین د سمدستي او اوږدمهاله امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

سټین وویل چې اوکراین ته د امریکا د وسلو په نوې جوپه کې هغه سیسټمونه او تجهیزات شامل دي چې د اوکراین پوځ کولی شي د خپل هیواد د دفاع لپاره وکاروي.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغه هېواد د مرستو په نوې بسته کې د دقیقو لارښوونکو توپونو، د زغره والو ضد او له لرې واټن څخه د ماینونو د سیستم مرمۍ، زغره وال سیسټمونه، د ټانګ ضد او څو هدفه وسلې او وړې وسلې شاملې دي.