اسلامي ایران د فرانسې د ولسمشر اقدام وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123496-اسلامي_ایران_د_فرانسې_د_ولسمشر_اقدام_وغاند
فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د ایران د حکومت ضد له دوښمانانو او د هغوې له ملګرو سره د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون د کتنې په غندلو سره دغه کار له تاوتریخوالي او ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د فرانسې د نړیوالو مسوولیتونو ستره خلاف ورزۍ وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2022 08:16 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د فرانسې د ولسمشر اقدام وغاند

فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د ایران د حکومت ضد له دوښمانانو او د هغوې له ملګرو سره د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون د کتنې په غندلو سره دغه کار له تاوتریخوالي او ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د فرانسې د نړیوالو مسوولیتونو ستره خلاف ورزۍ وبلله.

په تیرو څو اوونیو کښې د فرانسې چارواکو د ایران په کورنیو چارو کښې په لاسوهنو سره په هیواد کښې د بلواو ملاتړ وکړ او په نوي مورد کښې په تیرې جمعې ورځ د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون په پاریس کښې د ایران د حکومت ضد له یوشمیر کسانو سره کتنه او خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل د حیرانتیا خبره ده چې د ازادۍ د یوه ادعا کونکي هیواد ولسمشر د خپل مقام په غورځولو سره له یوه منفور او لوبتکه سړي سره کتنه کوي کوم چې په تیرو څو میاشتو کښې هڅه کړي ده په واضح ډول په ایران اسلامي جمهوریت کښې ترهګرو او تاوتریخوالي رامینځته کونکو او د نفرت اچوني او دغه راز په خارج کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ډيپلوماټانو او ډیپلوماټیکو ځایونو پرضد اقدامات ترسره کړي.

ناصر کنعاني زیاته کړه دغه کتنه له تاوتریخوالي او ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د فرانسې د نړیوالو مسوولیتونو ستره خلاف ورزۍ ده او د سپیرو ښکارندو د دودیدا په معنا ده.

ناصر کنعاني دغه راز د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې د جرمني د صدر اعظم وروستی دریځ لاسوهونکی، لسمونکی او غیر ډيپلوماټیک وباله.

د جرمني صدراعظم په تیرې شنبې ورځ وویل چې راتلونکي اوونۍ به د ایران پرضد د اروپايي اتحادیې د بایکاټونو د نوي پړاو ملاتړ وکړي.