ډیموکراټ ګوند په درغلۍ سره بریالی شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123528-ډیموکراټ_ګوند_په_درغلۍ_سره_بریالی_شوی
رویټرز خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ وویل ډیموکراټ ګوند د ولسمشرۍ په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې هم په درغلۍ سره په مشرانو جرګې کښې بریالي شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 13, 2022 16:27 Asia/Kabul
  • ډیموکراټ ګوند په درغلۍ سره بریالی شوی

رویټرز خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ وویل ډیموکراټ ګوند د ولسمشرۍ په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې هم په درغلۍ سره په مشرانو جرګې کښې بریالي شو.

د امریکا په مشرانو جرګې سینا کښې د ډیموکراټ ګوند په بریالیتوب او د اکثریت په ترلاسه کولو سره پخواني ولسمشر ټرمپ وویل د ولسي جرګې کانګري د مینځ پړاوه انتخاباتو په دغه پړاو کښې هم درغلۍ شوي ده او د ریپبلیکن ګوند کاندیدانو د ډیموکراټ ګوند په درغلیو سره په مشرانو جرګې کښې ماتي خوړلي ده.

ټرامپ دې ته په اشارې سره چې د انتخاباتو چارواکي په اریزونا ایالت کښې د ‌ډیموکراټ ګوند د بریالیتوب هڅه کوله وویل دا په رایو اچولو کښې یوه درغلۍ او غلا ده او د رایو د صندوقونو له ‌ډکولو سره هیڅ توپیر نلري.

څو ساعته مخکې د ډیموکراټ ګوند سناتوره کاترین کورټز ماستو په نیواډا ایالت کښې کښې د ریپبلیکن ګوند ایډم لاکسالټ ته ماتي ورکړه او د ډیموکراټ ګوند د کاټرین کورټز ماستو په بریالیتوب سره ډیموکراټ ګوند اوس د سنا جرګې پنځوس څوکۍ په لاس کښې لري او بریالی شوی چې په سنا کښې اکثریت وساتي.