د امریکا ریپبلیکن ګوند مړ شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123542-د_امریکا_ریپبلیکن_ګوند_مړ_شوی_دی
فاکس نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا د میسوری ایالت سناتور د هیواد په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې له سترې ماتي خوړلو وروسته ریپبلیکن ګوند یو مړ شوی ګوند وباله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 14, 2022 05:00 Asia/Kabul
  • د امریکا ریپبلیکن ګوند مړ شوی دی

فاکس نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا د میسوری ایالت سناتور د هیواد په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې له سترې ماتي خوړلو وروسته ریپبلیکن ګوند یو مړ شوی ګوند وباله.

د امریکا د میسوري ایالت د ریپبلیکن ګوند سناتور جاش هاولي د هیواد د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال د مینځ پړاوه انتخاباتو د نتیجو په هکله په یوه پیغام کښې وویل ریپبلیکن ګوند په مشرانو جرګې سینا کښې د اکثریت په ترلاسه کولو کښې له ماتي خوړلو وروسته باید خپل نوم بدل کړي یا نوی ګوند جوړ کړي.

جاش هاولي ټینګار وکړ دغه زوړ ګوند یعني ریپبلیکن ګوند مړ شوی دی او اوس د هغه د خاورو ته د سپارلو وخت دی. نوی ګوند جوړ کړئ.

هغه وویل د امریکا ریپبلیکن ګوند په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې ستره ماتي وخوړله او د امریکا خلکو د دغه ګوند د لومړیتوبونو ملاتړ ونکړ.

حاضردمه د امریکا ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې پنځوس څوکۍ ګټلي دي او د ولسمشر بایډن د مرستیال کاملا هریس د رایې په شمیرل کیدا سره د ریپبلیکن ګوند په مقابل کښې خپل اکثریت لاس ته راوړلی شي.