د ترکیې استانبول بیا چاودنې ولزړوۀ
Nov 16, 2022 04:32 Asia/Kabul
درې ورځې مخکې هم د استانبول په تقسیم چوک کې په چاودنې کې کابو نوي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبری سرچینو نن سهار وختي دترکیې په استانبول ښار کې په الفاتح سیمې کې دچاودنې خبر ورکړ.
ایرناخبری اژانس د رشیا ټوډې چینل له قوله راپور ورکړ، دغه چاودنه چې موخه ئې معلومه نهده ، د استانبول ښار په کوي الفاتح کې د دوو ګاډو د اور اخستو سبب شوې ده.
دخبر تر مخابیره کیدا پورې ددغې چاودنې لازیات جزیات نه دي اعلان شوي. درې ورځې مخکې هم د استانبول په تقسیم چوک کې په چاودنې کې کابو نوي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.