ترکیې کښې بیا چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123634-ترکیې_کښې_بیا_چاودنه_شوې
د ترکیې په انقره کې د وړمې ورځې له چاودنې تېره شپه د استانبول ښار په فاتح سيمه کې د یوې ويجاړونکې چاودنې خبر ورکړی شوی دی.
(last modified 2023-10-01T04:20:45+00:00 )
Nov 16, 2022 07:47 Asia/Kabul
  • ترکیې کښې بیا چاودنه شوې

د ترکیې په انقره کې د وړمې ورځې له چاودنې تېره شپه د استانبول ښار په فاتح سيمه کې د یوې ويجاړونکې چاودنې خبر ورکړی شوی دی.

ترکي چارواکو د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي، خو خپاره شوي عکسونه او ویډیو ګانې څرګندوي، چې چاودنه درنه وه او پراخ زيانونه يې اړولي.

د چاودنې په اړه همدومره معلومات ترلاسه شوي چې په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.

د چاودنې اړوند عکسونه او ویډیو ګانې په سيمه کې د درنې اور لګیدنې صحنې هم څرګندوي.

د انقرې په تېرې پېښې کښې ۶ کسان وژل شوي او ۸۱ نور ټپيان شوي وو او په تور ېې یوه ښځه نیول شوې ده.