نانسي پیلوسي د ډیموکراټ ګوند له مشرۍ څنګ ته کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123702-نانسي_پیلوسي_د_ډیموکراټ_ګوند_له_مشرۍ_څنګ_ته_کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې نانسي پيلوسي په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند د اکثریت له ترلاسه کولو وروسته پرون وویل په ولسي جرګې کښې د ډیموکراټ ګوند له مشرۍ څخه څنګ ته کیږي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 18, 2022 05:56 Asia/Kabul
  • نانسي پیلوسي د ډیموکراټ ګوند له مشرۍ څنګ ته کیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې نانسي پيلوسي په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند د اکثریت له ترلاسه کولو وروسته پرون وویل په ولسي جرګې کښې د ډیموکراټ ګوند له مشرۍ څخه څنګ ته کیږي.

احتمال شته چې د نیویارک استازی حکیم جفریس په کانګرس کښې د ډیموکراټ  ګوند د نوي مشر په توګه انتخاب شي.

هغه به لومړنی تورپوستی غړی وي چې په کانګرس  کښې د ډیموکراټ ګوند مشرۍ پرغاړه اخلي.

د امریکا د مینځ پړاوه انتخاباتو له ترسره کیدا نهه ورځې وروسته د اعلان شویو نتیجو پراساس ریپبلیکن ګوند په ولسي جرګې کانګرس کښې اکثریت ترلاسه کړ او دغه راز ډیموکراټ ګوند هم څو ورځې مخکې په مشرانو جرګې کښې اکثریت ترلاسه کړی و.