نانسي پیلوسي د ډیموکراټ ګوند له مشرۍ څنګ ته کیږي
Nov 18, 2022 05:56 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې نانسي پيلوسي په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند د اکثریت له ترلاسه کولو وروسته پرون وویل په ولسي جرګې کښې د ډیموکراټ ګوند له مشرۍ څخه څنګ ته کیږي.
احتمال شته چې د نیویارک استازی حکیم جفریس په کانګرس کښې د ډیموکراټ ګوند د نوي مشر په توګه انتخاب شي.
هغه به لومړنی تورپوستی غړی وي چې په کانګرس کښې د ډیموکراټ ګوند مشرۍ پرغاړه اخلي.
د امریکا د مینځ پړاوه انتخاباتو له ترسره کیدا نهه ورځې وروسته د اعلان شویو نتیجو پراساس ریپبلیکن ګوند په ولسي جرګې کانګرس کښې اکثریت ترلاسه کړ او دغه راز ډیموکراټ ګوند هم څو ورځې مخکې په مشرانو جرګې کښې اکثریت ترلاسه کړی و.
ټیګونه