د یوکرین په جنګ کې د اروپا له تاوان اندیښنه
اروپایی هیوادونه چی د امریکا له سیاستونوپه پیروۍ سره د یوکرین په ملاتړ جنګ ته ورداخل شوي دي او په روسیې یې د درندو بایکاټونوپه شمول مختلف سزاکونکی سیاستونه اعمال کړي دي ، اوس د جنګ په پراخیدو سره له جدي اقتصادي ، سیاسی او ټولنیزو کړکیچونو سره مخامخ شوي دي .
د یوکرین له جنګه د کابو لسو میاشتو په تیریدا او د هغه د پاییلو په جوتیداسره د اروپا شورا مشر اعتراف وکړ اروپایی هیوادونه د امریکا په نسبت زیات تاوانونه زغملی دي .
شارل میشل په دې په اعتراف سره چی په اوکراین کی جنګ په اروپا او امریکا په متفاوت ډول اغیز شیندلې دې او اروپا زیات تاوانونه زغملي دي وویل اوکراین لپاره د لودیځو هیوادونو د ولسو ورلیږل هماغه راز دوام لري .
اروپایی هیوادونه چی د امریکا له سیاستونوپه پیروۍ سره د یوکرین په ملاتړ جنګ ته ورداخل شوي دي او په روسیې یې د درندو بایکاټونوپه شمول مختلف سزاکونکی سیاستونه اعمال کړي دي ، اوس د جنګ په پراخیدو سره له جدي اقتصادي ، سیاسی او ټولنیزو کړکیچونو سره مخامخ شوي دي .
اروپایان د یوکرینی کډوالو له څپې سره مخامخ دي چی اوسنیو مشکلاتو ته په پام سره د هغو د اړتیاو او میشته کولو تامینول ډیر سخت شوي دی . دا په داسې حال کی ده چی اروپایی هیوادونه د روسیې په ګازو او تیلوپورې داړوندوالی په دلیل د خوراکی موادو او سونګو په تامینولو کې له سختۍ سره مخامخ شوی دي په دې ډول چی د ورپیښو ساړو شپو ته اندیښمن دي ، هغه موضوع چی په اروپا کې د اجتماعی اعتراضونو د پراختیا سبب شوی دي .
د اوکراین د جنګ دوام همداراز د اروپایی اتحادیې د کمزورتیا سبب شوی ده او ددغې اتحادیې موقعیت کمزورې کړې دط ،په دې ډول چی د اروپایی اتحادیې په غړیو هیوادونو کې یې ښی پالې ډلې او حتی ځینو هیوادونو له اروپایی اتحادیې د جلا کیدا او خپلواکۍ خبره کړی ده . ځینې غړي هیوادونه هم د یوکرین په جنګ کې د اروپا د لاس وهونکیوسیاستونو سره موافق ندي او هغه د اروپایی ایډیالونو او خپلې اړتیا او غوښتنې په اپوټه بولي .
د فرانسې د وطن پال ګوند مشر فلوریان فیلیپو له اروپایی اتحادیې د وتلو غوښتنه کړی ده او وایی چی اروپایی اتحادیه او د دغې اتحادیې د کمیشن مشر د ټول غوښتنې سیاست پرمخ نیولې دې او په همدې دلیل فرانسه باید له دغې اتحادیې ووځی . له بل پلوه اروپایی هیوادونه چی د واشنګټن د ملګرتیا او مرستې تمه یې درلوده ، د امریکا له بې پامۍ سره مخامخ شوي دي . د مالی او غیرمالی مرستو د ترلاسه کولو لپاره د هغو اړوتیاوې او تمې نه یوازې د امریکا لخوا بی ځوابه پاتې شوي دي بلکې دغه هیواد حتی د هغو د سونګو په تامینولو کې هم مرسته نده کړی او دتیلو او ګازو د بیې په زیاتولو سره یوازې خپلې ګټې په نظر کې نیولی دي چی دغه کړچار د فرانسې د ولسمشر ماکرون په شمول د ځینو اروپایی چارږاکو د اعتراضونو سبب شوی دی .
هغه په دې زمینه کی ویلی دی امریکا په اروپایانو خپل ګاز په داخلی بازار کې له موجودې بیې په درې او څلور برابره بیې خوڅوی .
البته اروپایی هیوادونه له امریکا د خپلې اړتیا وړ برخې له تامینولو پرته بله چاره نلری او دا موضوع اوس د اروپایی شورا مشر مطرح کړی ده .
داسې ښکاری د پیاوړی اروپا او یوه اروپایی پوځ د جوړولو خوب نه یوازې کمزوری شوی بلکی اروپا حتی په نړیوال ډګر کی هم په خپلو ځینو سیاستونو کې بیاکتنې ته مجبوره شوی ده . چین د شارل میشل سفر او په یوکرین کې د جنګ د بندولو د مرستې لپاره له دغه هیواده غوښتنه داروپایانو په بې وسۍ اعتراف بلل کیږی .