برتانیې ته د چین خبرداری
چین د ټایوان سیمې ته د انګلیسي پلاوې د سفر په غبرګون کې، اعلان وکړ چي دا شان اقدامات په سیمه کې د تاوتریخوالو د زیاتېدو سبب ګرځي.
د بیجینګ له نظره، ټایوان د چین د لویې ټاټوبې برخه ده او ټایوان ته د لوېډیځو له لورې د وسلو ورکړه او سیاسي خوځښتونه د یو موټی چین له سیاست او د دې هیواد له ملي واکمنۍ سره په ټکر کې دي.
د چین د خارجه وزارت ویاند ژائو لیجیان ټایوان ته د انګلیس د سوداګریو د وزیر د سفر په هکله وویل: د ټایوان چارواکي باید له پردیو سره، هر ډول دسیسې او پټې اړیکې بندې کړي،
هغه زیاته کړه: ټایوان ته د لوېدیځو هیوادونو د چارواکو پر لپسې سفرونه چي د امریکې د خبرداری په پلمه تر سره کیږي، لوېدیځ هیوادونه یې چین سره په ټکر کې راوستې دي.
تر دې مخکې امریکایي چارواکو ادعا کړې وه چي د چین حکومت په ټایوان باندې د برید اراده لري، له دغه ادعا وروسته، د لوېدیځو هیوادونو چارواکو ټایوان ته سفرونه پیل کړي دي. څه موده مخکې د امریکا د کنګرس مشره نانسي پلوسی هم ټایوان ته سفر کړی وه.