امریکا دي سمدلاسه په چیني چارواکو لګول شوي بندیزونه لیري کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124790-امریکا_دي_سمدلاسه_په_چیني_چارواکو_لګول_شوي_بندیزونه_لیري_کړي
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د امریکې څخه غوښتنه وکړه چي د چیني چارواکو په ضد د بندیزونو د ختمولو په ترڅ کې د تبت په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2022 08:17 Asia/Kabul
  • امریکا دي سمدلاسه په چیني چارواکو لګول شوي بندیزونه لیري کړي

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د امریکې څخه غوښتنه وکړه چي د چیني چارواکو په ضد د بندیزونو د ختمولو په ترڅ کې د تبت په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

امریکا څو ورځې وړاندې د تبت په کورواکې سیمې کې د بشري حقوقو د جدي نقضونې تر عنوان لاندې په دوو جګپورو چینایي چارواکو بندیزونه ولګول.

د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ ونبین وویل: امریکایان په خپلو کورنیو قوانینو او د بشري حقوقو په پلمې سره، په چیني چارواکو غیرقانوني بندیزونه لګولي دي چي د چین په کورنیو کې چارو ښکاره لاسوهنه او د نړیوالو له اصولو څخه سرغړوی بلل کیږي.

د شینهوا له راپور سره سم، د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جوته کړه: امریکا په نورو هیوادونو د غیر منطقي بندیزونو د لګولو حق نه لري او په داسي یو مقام کې نه دی چي د نړیوال پولیس رول ولوبوي.

هغه یادونه وکړه چي چین به د خپلو حقوقو او مشروع ګټو د خوندیتوب په لړ کې کارنده او پرېکنده اقدامات تر سره کړي.