چین له افغانستانه د خپلو ښاریزو د وتلو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124838-چین_له_افغانستانه_د_خپلو_ښاریزو_د_وتلو_غوښتنه_وکړه
صدای افغان خبري اژانس وايي په کابل کښې د چین د ښاریزو په هستوګنه هوټل باندې له ترهګرې حملې وروسته د دغه هیواد خارجه وزارت له خپلو ښاریزو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2022 01:26 Asia/Kabul
  • چین له افغانستانه د خپلو ښاریزو د وتلو غوښتنه وکړه

صدای افغان خبري اژانس وايي په کابل کښې د چین د ښاریزو په هستوګنه هوټل باندې له ترهګرې حملې وروسته د دغه هیواد خارجه وزارت له خپلو ښاریزو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.

د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د چین د ښاریزو په هستوګنه هوټل باندې د وسله والو یرغلګرو په تیرې دوشنبې ورځې حملې کښې درې حمله کونکي وژل شوي او اتلس نور کسان ژوبل شوي هم وو.

د دغه حملې مسوولیت داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستی دی.

د چین د خارجه وزارت ویاندې «وانګ وین بین» پرون په کابل کښې د چین د ښاریزونو په هستوګنه هوټل باندې د حملې په غندلو سره له خپلو ښاریزو وغوښتل چې د خپل ژوند د ساتلو لپاره له افغانستانه ووځي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز د طالبانو د حکومت له چاوراکو وغوښتل د دغه حملې د عاملانو د پیژندلو او د نیولو او د سزا کولو اقدام وکړي او په افغانستان کښې دې د چین د ښاریزو او د موسسو امنیت دې پیاوړی کړي.

د ویلو ده چې د دسمبر د میاشتې په دوهمه نیټه هم داعش ترهګرې ډلې په کابل کښې د پاکستان د سفارت د شارډز افیر د وژلو هڅه کړي وه خو ناکامه پاتې شوي ده او د پاکستان د سفارت یو ساتونکی پکښې ژوبل شوی و.