لویدیځو هیوادونو اروپا له جنګ سره مخ کړي ده
فارس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د ناټو پراخول د جنګ له خطر سره د اروپا د مخامخ کیدا عامل وباله.
هغه نن سهار د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې دې ته په اشارې سره چې لویدیځ هیوادونه د خپل شتون د پراخولو لپاره د ناټو حق مطق ګڼي وویل د اروپايي هیوادونو لخوا د نړۍ د یو قطبي نظام د ساتلو او د یواړخیزه کړچارونو په دلیل په نړیوالو قوانینو او ارګانونو باندې اعتماد کمزوری شوی دی.
واسیلي نبنزیا زیاته کړه اروپا د داسې جنګ په درشل کښې ورغلي ده چې ټوله دنیا له جګړې سره مخامخ کولای شي.
په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا جوته کړه لویدیځ هیوادونه په ټوله دنیا کښې د تفرقې د اچولو کوشش کوي او زیاته یې کړه چې هغوې نویو سیمو ته د خپل د نفوذ د ساحې د پراخولو هڅه کوي.
د اوکراین کړکیچ هم یو نظامنده کړکیچ دی چې لویدیځ هیوادونه کوشش کوي د هغه پیلیدل زمونږ د عملیاتو وخت ته کم کړي.