امریکا د روسیې په اړه د ساړه جنګ تفکر لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125028-امریکا_د_روسیې_په_اړه_د_ساړه_جنګ_تفکر_لري
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف د واشنګټن د ساړه جنګ په ذهنیت باندې نیوکې سره وویل د روسیې پرضد د امریکا سیاست تل د سړې جګړې د منطق پراساس ولاړ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2022 08:32 Asia/Kabul
  • امریکا د روسیې په اړه د ساړه جنګ تفکر لري

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف د واشنګټن د ساړه جنګ په ذهنیت باندې نیوکې سره وویل د روسیې پرضد د امریکا سیاست تل د سړې جګړې د منطق پراساس ولاړ دی.

په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف له «نیوزویک» مجلې سره په مرکه کښې چې نن سهار خپره شوه د نوموړي خبرې په کولو سره وویل د امریکا حکومت په اوکراین کښې د جنګ په پلمه د اروپا او د روسیې ترمینځ دوه اړخیزه اړیکې خرابې کړي دي او اروپايان  یې په امریکا اړونده کړي دي.

په داسې حال کښې چې راپورونه په اوکراین کښې د جنګ په پلمه دغه هیواد ته د پاټریاټ توغندیو د استولو لپاره د امریکا د چمتو کیدا ښودنه کوي په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف خبرداری ورکړ د اوکراین جنایتکارانو ته د ډیرو وسلو د استولو پایلې د نه اټکل وړ دي.

اوکراین ته د امریکا او د اروپايي هیوادونو د وسلو ، تجهیزاتو او د ترهګرو استول اوس هم دوام لري.

امریکا او اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ د زیاتولو ډیره هڅه کوي چې د روسیې اقتصاد دړې وړې کړي.