ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125170-ورځپاڼو_ته_کتنه
د ایران او نړۍ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 21, 2022 12:30 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د ایران او نړۍ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو د شیراز د شاهچراغ د ترهګرې پيښې له زخمیانو او د شهیدانو له کورنیو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پرونۍ کتنې ته انعکاس ورکړی او د دغه ملاقات مختلف انځورونه یې په بیلابیلو سرټکو سره چاپ کړې دي.

ایران ورځپاڼې د معظم رهبر له قوله لیکلي دي: د داعش جوړونکي د شاهچراغ د پیښې شریکان دي.

جوان ورځپاڼې ورته بیا د حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي له څرګندونو څخه دا عنوان غوره کړی دی: د شاهچراغ پیښه د عاشورا په شان ژوندۍ وساتئ.

جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا لیکلي دي: د داعش ملاتړي امریکایان د شاهچراغ د ترهګرې پيښې د جرم شریکان دي.

خراسان ورځپانې هم ورته دا سرټکی غوره کړی دی: د شاهچراغ ترهګره پیښه د منافقو او تور زړو امریکایانو د رسوایۍ سبب شوه.

او داسې نورو ورځپانو هم په بیلابیلو سرټکو سره دغه خبر راخیستی دی البته تاسو یئ په پښتو ژباړل شوی پوره خبر زمونږ په ویب سایټ کښې هم لوستلی شئ، درَک دی: https://parstoday.com/ps

*/*/*/*

د تهران راډیو ګرانو مینه والو د تهران د ورځپاڼو په نورو مهمو موضوعاتو کښې د سیمې او اروپا د جګ پوړو چارواکو په شتون سره په اردن کښې د «بغداد ۲» کانفرنس د ترسره کیدو خبر دی چې د ۱۲ هیوادونو د یوشمیر چارواکو او هم داشان د پنځو نړیوالو سازمانونو د مسئولانو په ګډون په اردن کښې ترسره شو.

په دغې غونډې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وویل چې ایران د سیمې له ټولو هیوادونو سره د اړیکو د پياوړې کولو کوشش کوي.

خو د اطلاعات ورځپاڼې د وړومبي مخ یو مهم خبر د ایټمي موافقې د فعالولو لپاره له ایران سره د اروپايي اتحادیې د موافقې په هکله دی چې ځینې برخې یې درسره شریکوو.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل د ایران له خارجه وزیر سره له کتنې او خبرواترو وروسته وویل: موافقه مو وکړه چې ارتباطات باید پایداره وساتو او برجام د ویانا د مذاکراتو په بنیاد راژوندی کړو.

هغه زیاته کړه چې اروپايي اتحادیه نتیجې ته د ویانا د مذاکراتو د رسولو جدي هوډ لري.

د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان وویل: ایران د مذاکراتي پيکیج د مسودې له مخې د ویانا د مذاکراتو جمع بندۍ ته تیار دی.

هغه زیاته کړه مقابل لورو ته سپارښتنه کوو چې له سیاسي کارۍ نه په ډډه کولو او د یوې رغنده او حقیقت پسندې کړنلارې په غوره کولو سره د موافقې د اعلانولو لپاره ضروري سیاسي فیصلې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان وویل: له بلواګرو په ملاتړ کښې او له بشري حقوقو د ملاتړ په چټي پلمو د ایران خلاف د غیرقانوني بندیزونو د لګولو په لړ کښې د لویدیځو هیوادونو کړچار محکوم اود غندلو دی.

امیر عبداللهیان له یوکریني لوري سره په نیغ په نیغه تعامل کښې د هر ډول غلط فهمۍ ختمولو ته د ایران چمتووالی اعلان کړ.   

 */*/*/*/*/*/*/*

اوس به د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه راواخلو او نیغ به لاړ شو د هغې د بهرنیو خبرونو برخې ته ترڅو یوازې لنډیز یې درته وړاندې کړو. په اقتصادي کړکیچ باندې په اعتراض کښې د انګلستاني نرسانو د کاربندیز په دویمه ورځ د دغه هیواد حکومت د بحران د مدیریت لپاره د پوځ سلګونه ځواکونه له روغتونونو سره د مرستې په لړ کښې په خدمت ونیول او دا هغه کار دی چې د انګلستان د جګ پوړو پوځي چارواکو په وینا د پوځیانو د سختې خوابدۍ سبب شوی دی.

*/

له بلې خوا د فرانسې پخوانی خارجه وزیر ژان ایو لوډریان د وسلو له سعودي شرکت سره په ملګرتیا تورن شوی دی. خو هغه دغه تور رد کړی دی.

*/

په عربستان کښې بیا د سعودي رژيم محکمې د خالد العجیمي په نامه د دغه هیواد یو پوهنتوني شخصیت چې په سعودي چارواکو باندې د نیوکې په وجه نیول شوی و، په ۲۲ کاله بند محکوم کړ.

*/

د یمن د حالاتو په هکله په سعودي پورې د پيئلو رسنیو له خوا د خپریدونکو رپورټونو، اتځورونو او ویډیوګانو په اپوټه تیري ګر سعودي ائتلاف لاهم د یمن خلاف خپلو تیریو او بمباریو ته دوام ورکوي او د یمن انصار الله غورځنګ او د صنعا حکومت په دغه هیواد کښې د جنګ د دوام په هکله جدي خبرداری ورکړی دی.

*/

اخوا د عراق په مختلفو سیمو باندې د داعش د حملو له زیاتیدو وروسته د الحکمت ګوند مشر عمار حکیم د خپل هیواد خلاف د شیطاني طرحو په اړه خبرداری ورکړ او د جنایتکارو ډلګیو د ختمولو غوښتنه یې وکړه.

*/

د بحرین د ځینو سیمو خلکو بیا د خپلو شهیدانو د یاد په لمانځلو او درنښت کښې مظاهرې ترسره کړې.

*/

او د امریکې د کانګرس تحقیقاتي کمیټې د نظام خلاف د اودریدو په تور، د تل لپاره له قدرته د ټرمپ د لرې کولو په لړ کښې وړومبنۍ ګام پورته کړ.

د خبر په دوام کښې لولو چې د جنورۍ د شپږمې نیټې کمیټې په یو نوي اعلان کښې د امریکې تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څلورو جرمونو په ترسره کولو تورن کړی دی چې په سر کښې یې د امریکې د سیاسي جوړښت خلاف بلواوې، شاملې دي. دا اقدامات د تل لپاره له قدرته د ټرمپ د لرې کولو په موخه د امریکې د واکمن حکومت د غږملو هلوځلو په چوکاټ کښې ترسره کیږي.

د امریکې ډیرو رسندوي او انټرنیټي شبکو هم ټرمپ پایکاټ کړی دی.

*/*/*/*/*/*

بهرنۍ ورځپاڼې:

انسایډر خپرونه:

له امریکا خپرېدونکې انسایډر خپرونې د افغانستان د تېر جمهوري نظام په وروستیو کلونو او میاشتو کې له افغانستانه د ډالرو او سرو زرو قاچاق ته کتنه کړې ده.

انسایډر خپرونه چې مخکې یې نوم بزنس انسایډر و، ۲۰۰۷ کال کې امریکا جوړه کړې او تر ډېره په مالي او سوداګریزو برخو لیکنې خپروي.

د دوی په ځانګړې مقاله کې راغلي، د تېر جمهوري نظام په وروستیو میاشتو کې چې طالبان د پرمختګ په حال کې وو، له افغانستانه قاچاق وړونکو سلګونه میلیونه ډالره نقد یا د سرو زرو په بڼه بهر ته ولېږدول.

انسایډر د پرځول شوي حکومت د اسنادو او پخوانیو افغان چارواکو په حواله لیکي، د ۲۰۲۱ کال په لومړیو درې میاشتو کې چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو نیت درلود، د حیرتان بندر له لارې نهه پنځوس اعشاریه اوه میلیونه ډالره نقد یا د سرو زرو په بڼه قاچاق شوي دي.

دغه اندازه ډالر او سره زر یوازې درې میاشتو کې قاچاق شوي، خو ورځپاڼې له ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال په ۱۳ میاشتو کې د دغه قاچاق اندازه ۸۲۴ میلیونه ډالره یاده کړې ده.

وړاندې راغلي، د ازبکستان د ګمرګ مامورانو د پولې هغې غاړې ته له افغانستانه د همدومره قاچاق یادښتونه په ګمرکي اسنادو کې ثبت کړي دي.

مقاله کې راغلي د حکومت دننه یو شمېر چارواکو له قاچاق وړونکو سره مرسته کړې وه.

مقاله لیکونکي ادعا کړې چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني دفتر هم پر دې قاچاق خبر و، خو نه یې شو کولی چې مخه یې ونیسي.

انډین اکسپرس ورځپاڼه:

له هندوستانه خپرېدونکې انډین اکسپرس ورځپاڼې بیا هند کې د اقلیتونو د مېشتېدو په اړه د حکومت پر نوې پرېکړې لیکنه خپره کړې ده.

لیکنه کې راغلي، د هند کورنیو چارو وزارت اوس پر دې فکر کوي چې دغه هېواد ته له افغانستان، پاکستان او بنګله‌دیشه د ورتلونکو لږکیو مېشتېدل یا منل اسانه کړي.

دوی که څه هم د دې پرېکړې جزیات نه‌دي ورکړي، خو مخکې تر دې د هند پارلمان اقلیتونو ته د ویزو او نورو اسنادو د اسانه کولو خبره کړې ده.

دغه لږکي هغه هندوان، سېکهان، مسیحیان او بودایان یاد شوي چې د هند په همدې څنګ لورو هېوادونو کې اوسیږي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ګڼ شمېر افغان سېکهان او هندوان هم په ځانګړو ویزو هند ته تللي او هلته مېشت شوي دي.

*/*/*/*

ژباړه او ترتیب: عبدالماجد درانی