جرمني د دیوالیه کیدا له خطرې سره مخامخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125290-جرمني_د_دیوالیه_کیدا_له_خطرې_سره_مخامخ_دی
 د جرمني د پارلیمان مرستیال مشر ګواښ ورکړی،د انرژۍ اړونده لګښتونو،برلین په یوه دیوالیه  هیواد د بدلیدا ترخطره رسولی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2022 08:52 Asia/Kabul
  • جرمني د دیوالیه کیدا له خطرې سره مخامخ دی

 د جرمني د پارلیمان مرستیال مشر ګواښ ورکړی،د انرژۍ اړونده لګښتونو،برلین په یوه دیوالیه  هیواد د بدلیدا ترخطره رسولی دی.

لویدیځي هیوادونه او دهغو متحدان د فرورۍ په څلورویشتمه نیټه  په اوکراین کې د جنګ په پلمه د روسیې په ضد دبندیزونو له اعمالیدا وروسته د انرژۍ له ډيرو لوړوبیّو سره لاس او ګریوان  شوي دي.

د اوکراین بحران او بندیزونه، په درستې نړۍ کې د انرژۍ د بیّو د زیاتیدا او تامینیدا په کړئ کې د ګډوډي سبب شوي دي.د اروپائي اتحادئې د ترټولو لوي اقتصاد په توګه جرمني، هم د نورو ډيرو اروپائي هیوادونو په شان  د انرژۍ له سخت بحران سره مخامخ دی.

د جرمني د پارلیمان مرستیال مشر ولفګانګ کوبیکي په یوې خبرې ناستې کې ووئيل، که جرمني د انرژۍ له بحران سره مقابله ونه کړائ شوه اوناانډوله مالی سیاستونو ته دوام ورکړي، نو په یوه ناکاره او دیوالیه هیواد باندې دبدلیدا خطره ئې په جدی توګه ګواښي .کوبیکي زیاته کړه ، هغه اضافي پیسې چې جرمني اوس نیّت لري،له روسیې پرته له نورو ځایونو ئې د انرژۍ د  وارداتو لپاره خرڅ کړي، دغه هیواد له نورو اقتصادي حوزو به وویستل شي،ځکه د هغو خساره له پشوانې اوملاتړ پرته د نوټونو د چاپولو په وسیله نشي جبرانولی او  نه هم د مالیاتو ورکونکو په وسیله ورته پوښښ ورکولی شي.هغه ټينګار کړیباید د بیخ بینائي تاسیساتو،له هیواده په دفاع کې د جرمني د پوځ د بې وسۍ،د انرژۍ د بیّو او دحکمرانۍ دڅرنګوالي په باب کوټلي او اړین اقدامات ترسره کړو،که داسې نه وي،نو ممکنه ده حالات دلاترینګلتیاپه لور لاړشي.روسیې له دې مخکې د جرمني د اړتیا وړ ۵۵فیصدي طبیعي ګیسو برخه تامینوله.