د حضرت فاطمةالزهرا(س)دشهادت د کلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125348-د_حضرت_فاطمةالزهرا(س)دشهادت_د_کلیزې_په_مناسبت_تسلیّت_ومنئ
د تهران دریډیو درست کارکونکي د حضرت فاطمة الزهراسلام ا..علیها د شهادت دکلیزې په مناسبت ټولو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 27, 2022 04:41 Asia/Kabul
  • د حضرت فاطمةالزهرا(س)دشهادت د کلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ

د تهران دریډیو درست کارکونکي د حضرت فاطمة الزهراسلام ا..علیها د شهادت دکلیزې په مناسبت ټولو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي.

د حضرت فاطمة الزهر ا سلام ا...علیها د شهادت د کلیزې په شپه دتهران په امام خمینی امامباړې کې داسلامی انقلاب د ستر لارښود په شتون سره  دویر او ماتم دستورې جوړې شوې.

د جمادی الثاني دریمه نیټه  د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد(ص) د ګرانې لور  حضرت فاطمة الزهرا(س)د شهادت کلیزه ده .

په دې مناسبت په درستې نړۍ کې په تیره بیا په ټول اسلامی ایران کې له څو ورځو راهسې  د ویر دستورې جوړیږي  او داهل بیت علیهم السلام مینه وال د حضرت فاطمة الزهرا(س) له سیرته په خبریدا سره خپله تنده ماتوي.

د  اسلامی انقلاب دستر لارښود په شتون کې حجةالاسلام رفیعي  په دغو دستورو کې د   جهاد  په وضاحت کې د  حضرت  فاطمةالزهرا(س) رول ته په اشارې سره ووئيل،  نن سبا وضاحتونکی  جهاد د ټولنې یو ضرورت دی  او په دې زمینې کې د عالمانو ،روحانیونو، استاذانو  او رسندویو  رول ډير مهم او اغیزشیندونکی  دی.په دغو دستورو کې همداراز مداحانو  د بی بی د شهادت په مناسبت دعزادارۍ دستورې هم ترسره کړې.

د حضرت فاطمةالزهرا(س) دشهادت له شپو ورځو سره په یووخت د ایران دسپيڅلي دفاع   د کابو دوه سوه ګمنامو شهیدانو دجنازو دستورې هم ترسره شوي او ټاکل شوې ده نن هم  د تهران پشمول په درست ایران کې د ګمنامو شهیدانو د جنازو د ستورې ترسره کیږي.

د تهران دریډیو درست کارکونکي د حضرت فاطمة الزهراسلام ا..علیها د شهادت دکلیزې په مناسبت ټولو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي.

Image Caption