د کشمیر په شخړو کښې لس تنه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125656-د_کشمیر_په_شخړو_کښې_لس_تنه_ووژل_شول
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د شخړو د نوي پړاؤ په نتیجه کښې لس کسان ووژل شول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2023 04:16 Asia/Kabul
  • د کشمیر په شخړو کښې لس تنه ووژل شول

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د شخړو د نوي پړاؤ په نتیجه کښې لس کسان ووژل شول

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د شخړو د نوي پړاؤ په نتیجه کښې لس کسان ووژل شول

د هندي چارواکو د ادعا له مخې، په مبارزو ډلو کښې په غړیتوب شکمن دوه وسله والو کسانو د ډانګري په لري کلي کښې په دریو کورونو باندې ډزې وکړې. د هندوستاني پولیسو افسر مکیش سنګ ویلي چې په دغې حملې کښې د سیمې څلور اوسیدونکي وژل شوي او شپږ نور زخمي شول.

یو بل پولیس افسر د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې پرون سهار د یو اووه کلن ماشوم په شمول دوه کسان په هم دغې سیمې کښې د چاودنې له امله مړه شول.

هندي چارواکو ویلي دي چې د هندي ضده ډلو لږترلږه  ۱۷۲ غړي او همداشان ۲۶ تنه وسله وال ځواکونه د تیر کال په نښتو کښې وژل شوي دي.