د کشمیر په شخړو کښې لس تنه ووژل شول
Jan 03, 2023 04:16 Asia/Kabul
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د شخړو د نوي پړاؤ په نتیجه کښې لس کسان ووژل شول
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د شخړو د نوي پړاؤ په نتیجه کښې لس کسان ووژل شول
د هندي چارواکو د ادعا له مخې، په مبارزو ډلو کښې په غړیتوب شکمن دوه وسله والو کسانو د ډانګري په لري کلي کښې په دریو کورونو باندې ډزې وکړې. د هندوستاني پولیسو افسر مکیش سنګ ویلي چې په دغې حملې کښې د سیمې څلور اوسیدونکي وژل شوي او شپږ نور زخمي شول.
یو بل پولیس افسر د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې پرون سهار د یو اووه کلن ماشوم په شمول دوه کسان په هم دغې سیمې کښې د چاودنې له امله مړه شول.
هندي چارواکو ویلي دي چې د هندي ضده ډلو لږترلږه ۱۷۲ غړي او همداشان ۲۶ تنه وسله وال ځواکونه د تیر کال په نښتو کښې وژل شوي دي.
ټیګونه