۶۳ روسي ځواکونه د یوکرین په توغندوي بریدونو کښې ووژل شول
د روسیې دفاع وزارت وویل چې په دونتسک کښې د روسي پوځیانو د لنډمهاله پاتې کیدو په ځاې باندې د کي یف په میزایل حمله کښې ۶۳ ځواکونه وژل شوې دي.
د روسیې دفاع وزارت تاییده کړه چې کي یف په ماکیئیفکا سیمه کښې د روسي پوځیانو د لنډمهاله دیره کیدو ځاې په شپږو توغندیو ویشتې دی.
ویل شوې دي چې د روسیې دفاعي سیسټم د امریکايي هیمارس ډوله شپږو توغول شویو میزایلونو څخه دوه ویجاړ کړل خو د څلورو نورو توغندیو د لګیدو په نتیجه کښې د دغه هیواد ۶۳ پوځیان مړه شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه هیواد ځواکونو هم د یوې حملې په کولو سره د دونتسک په دونباس او خارکیف سیمو کښې د بهرنیو لاسپوڅو ځواکونو د دیره کیدو په ځاې باندې توغندوي بریدونه وکړل چې له امله یې ۷۰ تنه بهرني ځواکونه وژل شوي له له سلو زیات نور ژوبل شول.
د ویلو ده چې هیمارس د امریکې یو پرمختللی توغندوي سیسټم دی او امریکې تراوسه یوکرین ته دغه دول ۲۰ توغندي ورکړي دي او د ۱۸ نورو د ورکولو ژمنه یې ورسره کړې ده.