د تهران او بهرنیو نننیو ورځپاڼو ته یوه لنډه شان کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم ځينی بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو،هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د انګلستان د یوۀ جاسوس او وطن فروش علی رضا اکبری وروستی تمځاي د پانسۍ تخته،پرون په تهران کې په د ار وځړول شو.
ورځپاڼې په د وام کې لیکلي دي،د ایران په زیاترو ولایتونو او غرَنیو سیمو کې د واورو ورښت هماغه راز دوام لري او په ځينو سیمو کې تودوخه منفی ۲۷سنټي ګریډ ته رسیدلې ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته د ایران د پولیسو له عمومی قوماندان سره په کتنې کې په ایران کې د اجتماعي امنیت او د سرحدونو د امنیت د پياوړتیا په لارو چارو بحث او مشورې وکړې او هیله ئې وښودله چې د هغه په نوي پړاؤ کې د هیواد عمومی امنیت او هوساینه نوره هم ډاډمنه شي او سرحدي امنیت پياوړی شي.
په بحرین کې یوسل دوه شپیته سیاسی بندیانو په یوه پرانیستي لیک کې په ډاګه کړې چې دا زندان نه بلکې شدکنجو مرکز دی.
د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې د مرکز پیښور په سربند سیمې کې وسلوالو یرغلګرو په یوې پوستې برید کی چې په نتیجې کې ئې د پولیسو یو افسر ډي ایس پي سردار حسین او ورسره دوه ساتونکي په ټکه وژل شوی او یوشمیر کسان هم پکې ټپیان شوي دي او وئيل کیږي ،چې یرغلګرپه تښتې کې بریالي شوي دي.
د تل ابیب د رژيم د کرغیړنو کړنو په دلیلونوپه سیاسی ډ ګر کې ستره زلزله رامینځةشوي او وئيل کیږي ،دبین یامین نتن یاهو د واکوالۍ په ضد په تل ابیب او نورو نیواکي ښارونو کې په زرګونو خلکو د نتن یاهو په ضد خپله کرکه او شعارونه پورته کړي دي.
دعربستان ډیری سیاسی فعالانو او ټولنیزو چینلونو کارؤنکو د آل سعود رژيم دحکومتي اصلاحاتو په باب خبرداری ورکړی او وئيلي ئې دي ،دغه اصلاحات د اسرائيلو له اپارټائيډ رژيم سره د اړیکو دعادي کیدا بهیر پیاوړی کولی شي.
دا هم دتهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې په خپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د یزد ولایت د سفر په دوام کې د سلګونو میرمنو په ټول کې پخپلې وینا کې ووئيل، د ټولنې دغوره میرمنو لیدتوګې باید د مسئولانو لپاره بیلګه شي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي، دعراق لومړي وزیر محمد السوډاني په یولړ څرګندونو کې ووئيلو دعربستان او ایران ترمینځ دخبرواترو غونډې د ترسره کولو لپاره هڅو ته د وام ورکوي.
په ایران کې دانګلستان سفیر سایمو شرکلیف د انګریزانو داستعماری خوي په دوام کې دنورو په چارو کې د لاسوهنې په دلیل پر ون د ایران خارجه وزارت ته وغوښتل شو او د ایران سخت او جدي اعتراض ورورسپارل شو.
په ملګروملتو کې د امریکا استازي توماس ګرینفیلډ یو ځل بیا ادعا کړې ده ، ایران پر روسیې د بالسټیک توغندیو په خرڅولو پسې دی.
د سیاسی چارو یو کار پوه او شناندي سید جلال سادتیان په یولړ څرګندونو کې ووئيل سره له دې چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د خبرواترو میز ته د ټولو لورو د بیرته ستنیدا فضا نامشخصه او مبهمه ده،خو زه باؤری یم تر دې دمه بیا هم ځنډ شوی نه دی او نړیواله ایټمي موافقه داحیاء وړ ده .
د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو ځانګړي استازي یو ځل بیا پر طالب چارواکو غږ و کړ، د میرمنو د حقوقو او د انجونو د زده کړو په باب دې پخپلې فیصلې بیا کتنه و کړي او بشری حقوقو په تیره بیا دمیرمنو حقوقو ته دې درناوی وکړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په یولړ څرګندونو کې ووئيل په افغانستان کې اوسنی واکمن لوری په رسمیّت نه پيژندو او طالبان دې پخپلو ځينو کرغیړنو کړنو بیا کتنه وکړي او په افغانستان کې اوسمهال د میرمنو اوا نجونو د حقوقو په ضد ځیني اقدامات له اسلامی اصولو سره توپیر لري
د پاکستان په پنجاب صوبې کې د صوبائي جرګې د ړنګیدا په اعلان پسې په دغه هیواد په تیره بیا په پنجاب صوبې کې سیاسی ډګر یو ځل بیا ګرم شوی او دمرکزي حکومت په ضد کرکې او نفرتونه په زیاتیدا دي .
د عراق لومړی وزیر محمد شباع السوډاني د جرمني له صدراعظم اولاف شوالتس سره له کتنې وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې ټينګار وکړ،عراق د نړیوال ځواک شتون ته هیڅ ضرورت نه لري.
د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن په کور کې د پټو سندونو کشفیدا هم یوځل بیا د امریکائي څارنوالۍ لپاره جنجالونه راپورته کړي او وئيل کیږي ، چې د امریکا لوي څارنوال ، د ډونالډټرمپ د وخت د عدليې د وزارت یوپخوانی لوړپوړی چارواکی رابرټ هُر، ځانګړی پلټونکی منصوب کړی څو په دې اړه څيړنې وکړي، چې تر یوه حده ئې دغه چاره بشبړ کړې هم ده.
دوستانو اوس هم راګرځو ځينو هغو بهرنیو ورځپاڼو ته چې دافغانستان په باب ئې ځیني لیکنې کړي دي او مونږ هم له انټرنیټه راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کوو،البته باید و وایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي.
واشنګټن ایګزامینر ورځپانې د طالبانو او چین په نږدې اړیکو او په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې پر زیاتېدونکي ګواښ یوه لیکنه کړې ده.
په لیکنه کې په کابل کې په دسمبر میاشت کې پر یوه هوټل چې چینیان په کې اوسېدل د برید یادونه شوې.
د دې برید مسئولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.
لیکنه وايي، د جنورۍ په ۵ طالبانو اعلان وکړ چې پر دې چینايې هوټل په برید کې د ښکېلو کسانو په شمول ئې د داعش د خراسان څانګې اته کسان وژلي دي.
د ورځپاڼې په وینا، په سبا يې د چین د تیلو او ګیسو یوې کمپنۍ د طالبانو له حکومت سره د افغانستان په شمال کې د اموسیند په تیلي حوزه کې د تېلو د ایستلو یو مهم قرارداد لاسلیک کړ.
د واشنګټن ایګزامینر په ټکو چین په افغانستان کې دا پانګونه داسې مهال کوي چې طالبانو د دسمبر په وروستیو کې ښځې په غیرحکومتي موسسو کې له کار کولو منع کړې او په غبرګون کې يې څه باندې ۱۸۰ غیر حکومتي موسیسو او ادارو په افغانستان کې خپل کارونه وځنډول.
واشنګټن ایګزامینر په افغانستان کې دداعش د خراسان څانګې زیاتېدونکي ګواښ ته اشاره کړې او وايي چې دغې ډلې په افغانستان کې د جلب او جذب بهیر چټک کړی.
= له امریکا خپرونکې سټارز اینډ سټرایپس خپرونې د هغه مالي زیان په اړه یو راپور خپور کړی چې له افغانستانه امریکا ته ایستل شویو افغان کډوالو امریکائي پوځي اډو ته اړولی.
دې ورځپانې لیکلي، په ټوله امریکا کې به اته پوځي مرکزونو او اډو ۲۶۰ میلیونه ډالر ولګوي څو هغه تاوانونه جبران کړي چې په دغو اډوو کې ځای پر ځای شویو افغان کډوالو دې بېسونو ته اړولي دي.
امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان کې خپل پوځي شتون پاي ته ورساوه او له ځان سره یې لسګونه زره هغه افغانان هم له دې هېواده وویستل چې له امریکا او ناټو سره يې کار کړی و.
له دغو افغانانو زیاتره ئې په موقته توګه په همدې پوځې اډوو کې ځای پر ځای کړل.
ورځپانه د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش په حواله لیکلي، په تکزاس، نیوجرسي،ویسکانسین، انډیانا او نیو مکسیکو کې په دې بېسونو کې فرنیچر له مینځه تللي،د اوبو سیستمونه يې ویجاړ شوي او اکمالاتو او تاسیساتو ته يې ګڼ نور زیانونه اوښتي دي.
سټارز اینډ سټرایپس خپرونه بیا زیاتوي، افغان کډوال په دې پوځي اډوو کې مخکې له دې چې د ویزو او بیا ځای پر ځای کېدو پروسه يې بشپړه شي میاشتې میاشتې اوسېدلي دي.