بریتانیا د ایران د ملت پرضد ډیر جنایتونه کړي دي
(last modified Wed, 18 Jan 2023 08:23:08 GMT )
Jan 18, 2023 12:53 Asia/Kabul
  • بریتانیا د ایران د ملت پرضد ډیر جنایتونه کړي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د قضايي قوې ویاند په ایران کښې د بریتانیا د یوه مهم جاسوس د اعدام یعني پانسۍ د حکم اجرا ته د لندن له بیړۍ او غصې څخه ډک غبرګونونه د ایران د ملت پرضد د انګلستان د حکومت له خباثت د ډکو اقداماتو د لړۍ یوه بله نښه وبلله.

د ایران د قضايي قوې ویاند مسعود ستایشي د انګلستان د جاسوسۍ ادارې ایم ايي سیکس (MI6) د جاسوس علیرضا اکبري اعدام ته په اشارې سره وویل داسې هیله کیدله په هغه تورې کارنامې سره چې د انګلستان حکومت په برخه شوي ده لږ تر لږه په رسمي ډول دایران له ملت څخه بخښنه غوښتله  خو د لندن دغو غبرګونونو وښودله چې د ایران په ملت کښې د انګلستان له حکومت څخه سیسټاماټیک شوی نفرت او له بریتانیا څخه د ایران د ملت د ژورې او د سمې پیژندګلوۍ له کبله دي.

هغه په دې خبرې سره چې د ایران د ملت پرضد اکثرو پیښو د انګلستان د حکومت دوکه ورکونکي لاسونه ښکاره دي وویل په تیرو کلونو کښې په ایران کښې د سترې قحطۍ رامینځته کول او د ایران د ملي قانوني حکومتونو پرضد د کودتاګانو رامینځته کول او او له شاهنشاهي منحوس رژیمه ملاتړ او د ایران د ملت له قسم خوړلیو دښمانانو ملاتړ او د قدس د نیواکګر جعلي رژیمه ملاتړ او د جاسوسانو روزل او ایران ته د هغوې استول او له امیر کبیر او ایت الله مدرس رانیولي تر شهید فخري زاده او د قاسم سلیماني پورې د ایران د اټومي ساینس پوهانو، د شخصیتونو او د سردارانو ټرور کول او د ایران پرضد د عراق  په  اته کلن تپلي جنګ کښې د صدام د حکومت سیاسي او ډيپلوماټیک ملاتړونه ټول د ایران د ملت پرضد د انګلستان د رژيم د تورې کارنامې یوه کوچنۍ برخه ده.