د مشترکه اسعارو د رامینځةکولو لپاره د لاتینې امریکادهیوادونوفیصله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126814-د_مشترکه_اسعارو_د_رامینځةکولو_لپاره_د_لاتینې_امریکادهیوادونوفیصله
د لاتینې امریکا په زیاتره هیوادونو کې د زوړپالو د حکومت او د امریکا له سیاستونو ئې د  پیروۍ د څه دپاسه یوې لسیزې په تیریدا سره،اوس د سیمې په زیاتره هیوادونو کې دکیڼ پالوبریالیتوب  چې ؛صورتي څپه؛ نومول شوې ، سبب شوی دی څو ددغو هیوادونو  ځيني داخلی او بهرني  سیاستونه  بدل کړي.
(last modified 2023-01-25T07:40:56+00:00 )
Jan 25, 2023 12:06 Asia/Kabul
  • د مشترکه اسعارو د رامینځةکولو لپاره د لاتینې امریکادهیوادونوفیصله

د لاتینې امریکا په زیاتره هیوادونو کې د زوړپالو د حکومت او د امریکا له سیاستونو ئې د  پیروۍ د څه دپاسه یوې لسیزې په تیریدا سره،اوس د سیمې په زیاتره هیوادونو کې دکیڼ پالوبریالیتوب  چې ؛صورتي څپه؛ نومول شوې ، سبب شوی دی څو ددغو هیوادونو  ځيني داخلی او بهرني  سیاستونه  بدل کړي.

د لاتینې امریکا  په هیوادونو کې دقدرتمند شتون او دنفوذ لپاره د امریکا له هلوځلو  او په دې لړ کې له مختلفو حربو او اړمونو څخه  له استفادې سره سره ،د کیڼ پالو غورځنګونو بیرته پنځیدا،د واشنګټن د سیاستونو په ضد ددغې سیمې د هیوادونو د لازیات پیوستون سبب شوی دی.په دې لړ کې د برازیل، ارجنټاین او ونزویلا  رهبرانو، د یوې ګډې کرنسۍ د درلودلو او د لازیات پیوستون په ضرورت ټينګار وکړ.

د لاتینې امریکا په زیاتره هیوادونو کې د زوړپالو د حکومت او د امریکا له سیاستونو ئې د  پیروۍ د څه دپاسه یوې لسیزې په تیریدا سره،اوس د سیمې په زیاتره هیوادونو کې دکیڼ پالوبریالیتوب  چې ؛صورتي څپه؛ نومول شوې ، سبب شوی دی څو ددغو هیوادونو  ځيني داخلی او بهرني  سیاستونه  بدل کړي.

په حقیقت کې د لاتینې امریکا په هیوادونو کې د ښي پالو حکومتونه چې اصولا د امریکا ترملاتړ لاندې دي او د واشنګټن له سیاسی ملاتړونو او مالی مرستو برخمن  وو،نه دي توانیدلي د ښاریزو آرمانونه او غوښتې پوره  کړي. له دې امله په نوو انتخاباتو کې  کین پال ګوندونه توانیدلی دي ،یو ځل بیا قدرت ترلاسه کړي .داپه داسې حال کې دي چې  د کین پالو بریالیتوب اصلا د  هغه واشنګټن  غوښته نه ده چې  هماغه راز  ځان د لاتینې امریکا  خاوند او ارباب ګڼي ، او دغه سیمه  ئې خپل سیاسی  انګڼ تعریف کړی دی.

دا موضوع سبب شوې ده څو په ورسویتو څو کلونو کې امریکا ددغې سیمې  له کیڼ پالو هیوادونو سره  غلیمانه کړچار ولري او دکیڼ پالو  حکومتونو او د  هغو دمشرانو  د پرځولو لپاره هڅه وکړي.. د انرژۍ دبرخې اودبانکي سسټم د بندیزونو په څير سخت اقتصادي بندیزونو اعمالیدا، په دغو اقداماتو کې شامل دي.د ونزویلا،کیوبا،نیکاراګوئه او بولیویا په څير د هیوادونو په وړاندې ددغه کړچار اعمالیدا چې هماغه شان خپلو آرمانونو ته پابنده دي  او د امریکا له سیاستونو پیروۍ ته تیار نه دي ،سبب شوي دي  د درستو هلوځلو سره سره،دغه هیوادونه په تیره بیا په اقتصادي برخې کې له ديرو مشکلاتو سره لاس او ګریوان شي.

اوس د ارجنټاین،شیلی ، کولمبیا او برازیل په څير د هیوادونو په  انتخاباتو کې د کیڼ پالو په بریالیتوب سره ، د سیمې سیاسی جغرافیا بدله شوې او دغو هیوادونون هڅه کړې ده ،د امریکا  دپیسو مالی نظام سره اړوندوالی کم کړي .د دوی د  پام وړ موردونو کې  په سیمه ایز اړخ کې  داقتصاد پیاوړتیا ده، داسې چې د امریکابانکي او مالی بندیزونه د دوی ثبات ګډ وډ نه کړئ شي.

په دې لړ کې  د ارجنټاین  ولسمشر آلبرتو فرنانډز او د برازیل  ولسمشر لولاډي سیلوا له یوه بل سره په کتنې کې ،په لاتینې امریکا کې د سیمه ایزې اتحادئې د رامینځةکولو د ضرورتونو او موخو په باب په خبرواترو سره،د جنوبی امریکاد  مشترکه اسعارو  یا کرنسۍ د رامینځةکولو لپاره دهڅې خبر هم ورکړ. په حقیقت کې د دوي وړاندیز،د سیمې د حکومتونو په ملاتړ سره  د لاتینې امریکا د ؛یورو؛ رامینځةکول دي . په دې لړ کې د ونزویلا ولسمشر  نیکلاس مادورو هم ددغې فیصلې هرکلی کړی دی.مادرو ددې خبرې په کولو سره چې په لاتینې امریکا کې  د یوې ګډې کرنسۍ رامینځةکول،ددغې سیمې له خپلواکۍ،اتحاد او آزادۍ سره مرسته کوي،د لاتینې امریکا سیمې په  وحدت ئې ټینګار وکړ.ونزویلا یو هغه هیواد دی چې دامریکا له بندیزونو او غلیمانه سیاستو په وسیله،همداراز د واشنګټن په سیاسی ګوتوهنو سره ئې ډير زیات اقتصادي اوسیاسی توانانونه زغملي دي .

د لاتینې امریکا کیڼ پال حکومتونه اوس  د امریکا اولویدیځي هیوادونو له سلطې سره د مقابلې په خاطر دیوې سټراټژۍ په توګه  د سیمې  د داخلی ملګرتیاؤ او همپالنو په زیاتولو پسې دي. د یوې واحدې کرنسۍ رامینځةکیدا  او په دغې سیمې کې ئې دودول  او په بهرني تجارت کې ددغو  پیسو  کارول  هم یو مورد دی .