Jan 31, 2023 04:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان دې خپله فیصله بیرته واخلي

جمهور خبري اژانس راپور ورکړی د اسلامي ملګرتیا موسسې د افغانستان د انجلیو لپاره پوهنتونونو ته د لارې د موندلو لپاره د کنکور یعني د امتحان د ترسره کیدا د مخنیوی په هکله د طالبانو وروستۍ بیانیه ناهیله کونکي وبلله.

د اسلامي ملګرتیا موسسې په تیرې دوشنبې ورځ په یوې بیانیې کښې وویل طالبان باید د پوهنتونونو په امتحاناتو کښې د انجلیو د ګډون او د انجلیو په زده کړې باندې د بندیز په هکله په خپلې فیصلې کښې بیا کتنه وکړي.

دغه موسسې په خصوصي پوهنتونونو کښې د انجلیو د نومونو د لیکلو د مخنیوي په هکله د طالبانو فیصله ناهیله کونکي وبلله.

مخکې د طالبانو د علومو وزیر« ندا محمد ندیم» ادعا کړي وه چې په پوهنتونونو کښې د سړیو او د ښځو د یوځاې درس ویلو د مخنیوي لپاره پوهنتونونو ته د ښځو په ورتلو باندې بندیز ضروري دی ځکه چې د هغه ادعا په پوهنتونونو کښې ځینې درسونه د اسلامي اصولي خلاف ورزۍ کونکي دي.

د دوه زره یویشتم میلادي کال په اګست میاشت کښې واک ته د طالبانو له بیا رسیدا وروسته دغه ډلې د افغانستان د ښځو او د انجلیو لپاره زیات محدودیتونه رامینځته کړي دي چې سبب شوي هغوې له عادي ژوند څخه لیرې پاتې شي.

 

ټیګونه