امریکا به د چین بالون نسکور کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i127380-امریکا_به_د_چین_بالون_نسکور_کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوه لوړرتبه چارواکي وویل واشنګټن به د اطلس اوقیانوسیې د پاسه د چین بالون نسکور کړي.
(last modified 2023-02-04T20:39:11+00:00 )
Feb 05, 2023 01:05 Asia/Kabul
  • امریکا به د چین بالون نسکور کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوه لوړرتبه چارواکي وویل واشنګټن به د اطلس اوقیانوسیې د پاسه د چین بالون نسکور کړي.

د امریکا چارواکو په تیرې پنجشنبې ورځ ویلي وو چې واشنګټن د چین د یوه شکمن نظارتي بالون د موندلو په حال کښې دی کوم چې څو ورځې کیږي چې د امریکا د هوايي حریم د پاسه لیدل شوی دی خو واشنګټن فیصله کړي وه چې د خطرونو او د خلکو ته د تاوان د رسیدا د احتمال په وجه هغه نسکور نکړي.

چین په تیرې جمعې ورځ وویل هغه بالون چې د امریکا د پاسه الوت کوي غیر پوځي دی او د هوا د پیژندنې او د عملي هدفونو لپاره استعمالیږي.

د امریکا یوه لوړربته چارواکي وویل واشنګټن به احتمالا د چین هغه بالون چې د امریکا په جنوب باندې الوت کوي اطلس اوقیانوسیې ته له رسیدا مخکې نسکور کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په تیرې شنبې ورځ وویل واشنګټن به د چین په بالون چې د امریکا د هوايي حریم د پاسه الوت کوي موضوع وڅیړي.