د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د مبعث د اختر مبارکي
نن شنبه د رجب د میاشتې ۲۷ د فبرورۍ د میاشتې ۱۸ او د سلوغی ۲۹ ده د اسلام د ګران پیغمبر نبی اکرم (ص) د مبعث له نیکمرغې کلیزې سره سمون خوري.
د بعثت اختر داسي یوه ورځ ده چي نبی اکرم ص په کښې په ۴۰ کلنۍ کې د حرا په غار کې د جبرئیل علسه السلام په وسیله او د خدای له جانبه په پیغمبری باندې وګمارل شو.
نبی اکرم ص د عام الفیل په څلوېښتم کال کې د رجب په ۲۷ باندې د وروستی پیغمبر په توګه وګمارل شو څو په جهالت او بد اخلاقي کې ډوبه ټولنه د اخلاق، انساني کرامت او د عزت په لورې هدایت کړي.
د نبی اکرم ص بعثت د لوی اسلامي او اخلاقي تمدن د جوړښت پیلامه ده چي بشریت له عقیدوي او فکري ککړتیاو څخه ژغوري.
نبی اکرم ص د قران شریف په معجزې سره، مبعوث شو، داسي یوه بعثت چي ړنا او په بشري ټولنه کې د انساني ارزښتونو سرچینه ده.
د اسلام ګران پیغمبر ص د مېرمنو او انجوڼو د درناوی، له ظلم او بت پرستی سره د مبارزې، له نورو انسانانو سره د مرستې، توحید او غوره اخلاق په څیر نوې مفاهیم بشري ټولنې ته ډالۍ کړ او انسانانو ته یې د دنیوي او اخروي نیکمرغۍ لاره وښودله.
د ایران د اسلامي جمهوریت نشریاتي مرکز هم د مبعث د اختر د رارسېدو د امله د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وړاندې کوي.