د حضرت ابوالفضل العباس (ع) د زوکړې په مناسبت مبارکي ومنئ
نن شنبه د ۱۴۴۴ قمري کال د شعبان د میاشتې څلورمه ده چي د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب د میاشتې له ۶ او د ۲۰۲۳ میلادی کال د فبرورۍ له ۲۵ او د حضرت ابوالفضل العباس ع د زورکړې له کلیزې سره سمون خوري
په داسي یوه ورځ کې د حضرت امام علی علیه السلام زوی حضرت عباس ع چي د قمر بني هاشم او د کربلا د علمدار په نامه مشهور دی، په مدینه کې پیدا شو.
د حضرت عباس ع مور حضرت ام البنین نومیږي چي د حضرت بې بې فاطمه الزهرا سلام الله علیها له وفات نه وروسته، د حضرت علي علیه السلام سره واده وکړ.
حضرت ابوالفضل ع د عاشورې د پاڅون حماسه پنځوونکی دی چي په خپل سرشیندنې او شهادت سره، خپل د زمانې له امام سره د خپلې مینې او ارادت اظهار وکړ او د حق د لارویانو لپاره د وفاداری په یوه غوره بېلګه باندې بدل شو.
په همدې مناسبت د ایران نشریاتي مرکز ټولو مسلمانانو او په ځانګړې ټوګه د اهل بیت علیه السلام مینه والو ته مبارکي وړاندې کوي.